• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې هڅې؛ عامه پوهاوی، د وحشي ژوو خوندیتوب او د صنعتي فعالیتونو ارزونې ترسره شوي

slider-image

١٤٤٧کال د رجب المرجب ٩مه/ پکتیا، لغمان، کونړ، ننګرهار
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې ریاستونو له‌خوا د عامه پوهاوي، نظارت او ارزونې مهم فعالیتونه ترسره شول، څو د چاپېریال ساتنې فرهنګ پیاوړی او د طبیعي سرچینو د تخریب مخه ونیول شي
.
د پکتیا ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د عامه پوهاوي د پروګرامونو په لړ کې د ګردېز ښار د «جهان انګلیسي ژبې ښوونیز مرکز» کې زده‌کوونکو ته د پاک او سالم چاپېریال، اقلیمي بدلون، د طبیعي سرچینو ارزښت، د ککړتیا زیانونه او د حیواناتو او مرغانو د ښکار د مخنیوي په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. ګډونوالو د یاد پروګرام هرکلی وکړ او د سپارښتنو د عملي کولو ژمنه یې وکړه
.


سربېره پر دې د لغمان ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست  له لوري د «ژوند رڼا خصوصي ښوونځي» ۵۸۵ زده‌کوونکو او استادانو ته د چاپېریال ساتنې فرهنګ د ترویج او د ذهنیت د روښانه کولو په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو. په دې پروګرام کې د نباتاتو، ونو او ځنګلونو ارزښت، د اوبو، هوا او خاورې د ککړتیا د مخنیوي لارې چارې، د غیر معیاري سپټیکونو زیانونه او د اوبو له لارې رامنځته کېدونکې ناروغۍ تشریح شوې
.


همدارنګه زده‌کوونکو ته د «روغ چاپېریال، روغ ژوند» تر عنوان لاندې تبلیغاتي بروشرونه او توکي ووېشل شول، د ښوونځي مدیر ته د ادارې د پېژندنې کتاب ډالۍ شو او څلور استادان د چاپېریالي رضاکارانو په توګه ثبت شول
.


همدارنګه د کونړ ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د اسعداباد ښار اړوند په مکلی خو ا اوشا کلي کې د عامه پوهاوي پراخ پروګرام ترسره کړ. په دې پروګرام کې د وحشي ژوو او الووتونکو مرغانو د ساتنې، د ښکار د قانون تشریح، د ځنګلونو د ارزښت، د ناقانونه قطع کولو مخنیوي او د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په اړه خلکو ته معلومات ورکړل شول
.
د سیمې مشرانو او ځوانانو د چاپېریال ساتنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه
.
په همدې لړ کې د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د سرخرود ولسوالۍ په بهاولۍ سیمه کې د ګچو د تولید او پروسس له یوه شرکت څخه د چاپېریالي ارزونې په موخه لیدنه وکړه. د لیدنې پر مهال د فعالیت وضعیت وارزول شو او د نیمګړتیاوو د له منځه وړلو او د ککړتیا د کمولو لپاره لازمې سپارښتنې وړاندې شوې، چې د شرکت مسئولینو د عملي کولو ډاډ ورکړ
.

Dec 30, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021