• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د طبي زبالو د تنظیم ولایتي کمیټې نوبتي غونډه وکړه
چاپېریال ساتنې لپاره مرکز او ولایتونو کې دوامداره هڅې روانې دي
د طبي زبالو او کثافاتو د تنظیم؛ ځنګلونو او اوبو د ساتنې په پار نظارت ترسره شو
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او د هندوستان د پلاوي مشر ترمنځ د WUF13 نړیوال فورم په څنډه کې د متقابلو همکاریو په موخه ناسته ترسره شوه
د افغانستان پلاوي د WUF13 فورم اړوند د غیر رسمي مېشت‌ځایونو د بدلون او معیاري کولو په تړاو تخنیکي ناستې کې ګډون وکړ
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د تمیز دولتي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او WUF13 ښاري نندارتون څخه یي لیدنه وکړه
ولایتونو کې په دوامداره توګه د صنعتي او تولیدي فعالیتونو څارنې کیږي
کونړ او ارزګان کې د عامه پوهاوي غونډه او نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د WUF13 نړیوال ښاري فورم کې ګډون وکړ
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله لسګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور د تائیدۍ په تړاو مشورتي ورکشاپ جوړ شو

slider-image

۱۴۴۷کال د رجب المرجب ۹مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او رها مؤسسې په ګډه همکارۍ نن سه‌شنبه د ۱۴۰۴کال د جدي په ۹مه نېټه پارک سټار هوټل  کې "د افغانستان چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور" د تائیدۍ په تړاو مشورتي ورکشاپ جوړ شو چې پکې د اړوندو وزارتونو، د ملګرو ملتونو ادارو، پوهنتونونو، ملي او نړۍوالو مؤسسو استازو؛ متخصصینو او کارپوهانو ګډون کړی وو
.


یاد ورکشاپ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین مُلا سعدالدین سعید په مشرۍ ترسره شو چې په پیل کې د قران عظیم الشان مبارک آیتونه ولوستل شول ورپسې د رها مؤسسې رئیس محمد یوسف حمیدیان ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او له ګډونوالو یې مننه وکړه چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی. نوموړي د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د راپور د چمتو کولو، اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو په تړاو خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې معلومات ورکړل
.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري معین مُلا سعدالدین سعید د یاد راپور په اړه خبرې وکړې او دا یې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې په برخه کې ګټور کار وباله. ښاغلي سعید زیاته کړه چې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور با ارزښته کار او غوره اقدام دی
.
 نوموړي وویل: اقلیمي بدلون یو داسې ناورین دی چې انسانان، حیوانات او نباتات ترې اغېزمن شوي دي چې د دې راپور په بشپړیدو سره به د افغانستان موجوده چاپېریالي ستونزې او ګواښونه په ډاګه شي، په ملي او نړۍواله کچه به د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې ترې اعظمي استفاده وشي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي سازمان
(UNDP) په استازیتوب ښاغلي سرګي ولکوف خبرې وکړې او زیاته یې کړه: دا راپور د یوې داسې حیاتي موضوع په تړاو جوړ شوی چې د ټولو موجوداتو ژوند ورسره تړلی. ده وویل چې اوبه، هوا، خاوره او طبیعي منابع زموږ لپاره د الله تعالی ډالۍ ده، او دا زموږ له نیکونو څخه موږ ته په میراث پاتې دي؛ نو موږ ته پکار ده چې له طبیعي منابعو څخه دوامداره او په عقل‌منده توګه استفاده وکړو، هم خپل ژوند جوړ کړو او هم راتلونکو نسلونو ته سالم چاپېریال په میراث پرېږدو.


ښاغلي ولکوف وویل: افغانستان سره له دې چې له ډیرو ګواښونو او ستونزو سره مخ دی؛ خو که چاپېریالي ګواښونه په سمه توګه توګه مدیریت شي، نو نورې ستونزې به هم ورسره حل شي
.
نوموړي ژمنه وکړه چې
(UNDP) به په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د ورکشاپ په لړ کې د رها مؤسسې مرستیال انجنیر عزت الله صدیقي د یاد راپور د جوړیدو پروسه د معلوماتي پرزنټېشن په وړاندې کولو سره ګډونوالو ته تشریح کړه او په خپلو خبرو کې یې وویل چې د لومړي ځل لپاره د افغان متخصصینو لخوا د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په تړاو دوه کلن راپور جوړ شوی. دا راپور په ۳۴ولایتونو کې د ۵۴۰۰ساحوي سروې‌ګانو، له متخصصینو سره د ۵۰مرکو، ګروپي کارونو او ارقامو ټولګه ده چې نهه فصلونه لري. په دغه راپور کې د اړوندو وزارتونو، نړۍوالو راپورونو، څېړنو، بهرنیو او داخلي متخصصینو نظرونه او ارقام راټول شوي چې له تجزیې او شننې وروسته د یوه باتجربه بهرني سلاکار لخوا مرور او اصلاح شوي دي
.


یاد راپور د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او ملګرو ملتونو ارګانونو د متخصصینو او کارپوهانو لخو مطالعه او د افغانستان د چاپېریالي لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره چمتو شوی
.


په دې راپور کې د افغانستان د عمومي چاپېریالي وضعیت، ایکوسیستم، د ځمکې استفاده، تخریب او کرنه، د اوبو کمښت او کیفیت، طبيعي پېښې، اقلیمي بدلون، ښاري پراختیا، ککړتیاوې او مدیریت، چاپېریالي معلومات او عامه پوهاوی، چاپېریالي حکومتولي او بنسټیز تقویت تشریح شوي دي چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې به د افغانستان د تعهد او موجوده چاپېریالي ستونزو او ګواښونو په ډاګه کولو کې یو معتبر سند وي
.


د غونډې په لړ کې د رها مؤسسې د چاپېریالي چارو کارپوه صفي الله خرم له‌خوا د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په راپور کې د ترتيب شوو موضوعاتو او معلوماتو په هکله ګډونوالو ته هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشن وړاندې شو
.
یاده غونډه د ګډونوالو د وړاندیزونو او نظرونو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده
.

Dec 31, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021