• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: رسنۍ او مطبوعات دې د اوبو د ساتنې او اهمیت په اړه له حکومت سره په ګډه خپل مسؤلیت ادا کړي

slider-image

١٤٤٧کال د رجب المرجب/ کابل
د سلام وطندار راډیو افغانستان د کابل ښار د اوبو سرچینو د وضعیت په اړه د ترسره شوې سروې پایلې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې له رسنیو، امارتي ادارو مسؤلینو او اړوندو بنسټونو سره شریکې کړې.
د غونډې په پیل کې د سلام وطندار راډیو افغانستان مرستیال نورمحمد هاشمي د ښه راغلاست وینا وکړه او د جوړې شوې غونډې موخې یې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال مولوي سعدالدین سعید د خپلې وینا پر مهال وویل چې اوبه د ژوند، اقتصاد او ټولنیز ثبات بنسټ جوړوي او ساتنه یې یوازې تخنیکي موضوع نه، بلکې یو الهي امانت او ملي مسؤلیت دی.
نوموړي د قرآن کریم او نبوي احادیثو په رڼا کې د اوبو پر سپما او مسؤلانه استفادې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، سره له دې چې افغانستان د مهمو اوبیزو منابعو لرونکی هېواد دی، خو د اقلیمي بدلون، پرله‌پسې وچکالیو، د واورو کمښت او غیر موسمي بارانونو له امله د اوبو سرچینې له جدي ګواښ سره مخ دي.
د ښاغلي سعید په وینا په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو بې‌ساری کمښت، د کلیوالو سیمو د چینو او کاریزونو وچېدل، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ستونزې او د څښاک اوبو ککړتیا هغه جدي ننګونې دي چې د خلکو ژوند او روغتیا ګواښي.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال زیاته کړه چې دا ستونزه یوازې د حکومت لپاره نه، بلکې د ټول ملت پر وړاندي ګډه ننګونه ده او رسنۍ کولای شي د عامه پوهاوي لوړولو، حساب ورکونې او د ولس او حکومت ترمنځ د باور د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.


نوموړي د سلام وطندار راډیو له لوري د یادې سروې ترسره کول د رسنیز مسؤلیت ښه بېلګه وبلله او ویې ویل چې دا ډول علمي او میداني څېړنې د پالیسۍ جوړونې او اغېزمنو پرېکړو لپاره مهم بنسټ برابروي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال ډاډ ورکړ چې یاده اداره له رسنیو سره د همغږۍ بشپړ چمتووالی لري او د معلوماتو شریکولو، عامه پوهاوي او ګډو ابتکاري پروګرامونو له لارې به د اوبو سرچینو د ساتنې او دوامدار مدیریت هڅې لا پراخې کړي.


په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال، مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي، د ایران سفارت فرهنګي اتشې ډاکټر روح‌الله حسیني، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر عبدالجمیل وقار او یو شمېر نورو ویناوالو هم خبرې وکړې.
یاده شوې غونډه د یوه علمي پنل په جوړېدو سره پای ته ورسېده او د ګډونوالو پوښتنو ته پکې ځوابونه ورکړل شول.

Dec 31, 2025

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021