• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک لاسلیک شو

slider-image

١٤٤٧کال د رجب‌المرجب ٢٨مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او (Access Point) مشورتي او مالي شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوې مهمې چاپېریالي او اقلیمي بدلون اړوند پروژې د تطبیق په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه‌لیک د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص او د اکسس پواینټ شرکت د رئیس اجمل مومند له لوري لاسلیک شو، چې موخه یې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ټولنو د چمتووالي لوړول، د طبیعي سرچینو ساتنه، د ځنګلونو پراختیا او د خلکو د معیشت ښه کول دي.
د دې پروژې د تطبیق اساسي فعالیتونه د عامه پوهاوي پروګرامونه، د محلي خلکو او کمېټو ظرفیت لوړونه، د ځنګل‌کارۍ او نیالګیو کېنولو ملاتړ، د اقلیمي خطرونو د کمولو لپاره د معلوماتو راټولول، د کوچنیو معیشتي بدیلو پروژو پلي کول او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ټولنې‌محوره پلانونو جوړول دي.


د پروژې له مخې به په ټاکل شوو سیمو کې لسګونه ښوونیزې ناستې، د ځايي کمېټو جوړښت او پیاوړتیا، د نیالګیو د کرلو او ساتنې لپاره چمتووالی، د کرنیزو بسته‌جاتو وېش، د ټولنیز بسیج فعالیتونه او همدارنګه د چاپېریالي ستونزو د ثبت او تعقیب مېکانېزم رامنځته شي.
یاده پروژه چې د UNDP له لوري تمویلیږي د شپږو میاشتو په موده کې به په کونړ ولایت کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر مستقیم نظارت او همغږۍ لاندې، د اکسس پواینټ شرکت له خوا تطبیق شي. په دې لړ کې به د قوانینو، طرزالعملونو او ملي تګلارو رعایت تضمین کېږي او د پروژې پرمختګ به په منظم ډول راپور شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص د دې هوکړه‌لیک لاسلیک د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډو هڅو، مؤثرې همکارۍ او دوامدار پرمختګ په لور یو مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې د ورته پروژو تطبیق د چاپېریال ساتنې، د خلکو د ژوند د ښه والي او د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره حیاتي ارزښت لري.


د Access Point شرکت رئيس اجمل مومند ژمنه وکړه چې ورکړل شوې پروژه به د اصولو سره سم په ښه ډول تطبیق کړي او په دې سره به د کونړ خلکو ته لازم خدمتونه او پروګرامونه عملي شي.

Jan 18, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021