• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د IFRC د اسیا پاسیفیک برخې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

slider-image

١٤٤٧ کال د شعبان ۲مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص د ۱۴۰۴کال د سلواغې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړۍوال فدراسیون (IFRC) د اسیا پاسیفیک برخي له رئیس الکساندر متیو او د افغانستان لپاره د IFRC له مسؤل ډاکټر حسام فیصل سره وکتل.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس الکساندر متیو او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، وچکالۍ او چاپېریالي ستونزو په اړه یې ورسره بحث او خبري وکړې.


عمومي رئیس وویل: افغانستان د وچکالۍ له امله ډیر زیانمن شوی، د افغانستان طبیعي یخچالونه مخ پر ویلې کېدو دي، د ځمکې لاندې اوبه کمې شوې، د کرنې او مالدارۍ سکتورونه سخت زیانمن شوي دي. په ډیرو ولایتونو کې خلک د خپلو مېنو او کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي، په یو شمېرو ولایتونو کې خلک حتی خپلو څارویو لپاره اوبه په بیه اخلي.


ښاغلي خالص وویل له بلې خوا د مهاجرینو ستونزې هم د اندیښنې وړ دي چې که دې برخو کې نړۍوالي مرستې و نه شي وضعیت به نور هم خراب شي. نوموړي ټینګار وکړ چې بشري موضوعاتو ته باید په نړۍواله کچه پاملرنه وشي او د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون (IFRC) له مسوولینو څخه یې غوښتنه وکړه چې د چاپېریالي ستونزو، کرنې او مالدارۍ او د اوبو د مدیریت په برخو کې دې همکاري وکړي.


د سره صلیب نړۍوال فدراسیون (IFRC) د اسیا پاسیفیک برخي مشر الکساندر متیو له عمومي رئیس څخه مننه وکړه چې د لیدو فرصت یې ورکړ، نوموړي وویل چې افغانستان ته زما د سفر موخه همدا ده چې د مهاجرینو، زلزله ځپلو ستونزې له نژدې وګورم او همداراز غوښتل مې چې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په هکله هم معلومات ولرم.


نوموړي وویل موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو او کوښښ به وکړو چې په نړۍواله کچه د افغانستان لپاره د مرستو راجلبولو زمینه مساعده شي.
ده د افغانستان لپاره د IFRC مسؤل ډاکټر حسام فیصل ته سپارښتنه وکړه چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره خپلو ګډو او نژدې همکاریو ته دوام ورکړي.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس ډاډ ورکړ چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره چمتو ده له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره ګډې تخنیکي طرحې او پلانونه شریک کړي، ترڅو په پلي کېدو سره يې لازم اقدامات ترسره شي.

Jan 21, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021