• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس د آذربایجان له سفیر سره وکتل

slider-image

١٤٤٧کال د شعبان ٩مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع‌الحق خالص په افغانستان کې د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د اقلیم بدلون، نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د ګډون، تخنیکي همکاریو او د دوه اړخیزو چاپېریالي اړیکو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د آذربایجان دولت له دوامدارو همکاریو مننه وکړه او په ځانګړي ډول یې د COP_29 کنفرانس په تړاو د افغانستان د ګډون د تسهیل لپاره د آذربایجان د دیپلوماتیکو هڅو قدرداني وکړه. نوموړي وویل که څه هم افغانستان COP-30 نړۍ وال کنفرانس ته ونه بلل شو، خو د آذربایجان هېواد ملاتړ او همکاري د ستایني وړ ده او افغان حکومت یې له هلوځلو مننه کوي.
ښاغلي خالص همداراز د COP_31 د اقلیمي بدلون نړۍوال کنفرانس چې ټاکل شوې په ترکیه کې ترسره شي له آذربایجان څخه وغوښتل چې د ترکیې له حکومت، د UNFCCC له سکرتریت او نورو اړوندو نړیوالو مراجعو سره همغږي وکړي، تر څو د افغانستان رسمي ګډون ته زمینه برابره شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان ګډون د سیمې د اقلیمي ننګونو د ګډ مدیریت لپاره یو عملي ضرورت دی.
په دې کتنه کې د WUF_13 نړیوال ښاریتوب کنفرانس په اړه هم خبرې وشوې چې ټاکل شوې په آذربایجان کې ترسره شي. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل د دې کنفرانس لپاره ادارې ته رسمي بلنلیک رسېدلی او هیله یې څرګنده کړه چې د آذربایجان دولت د افغان پلاوي د ګډون د تسهیل، ویزې، سفر، لوژستیکي اسانتیاوو او تخنیکي پروسو په برخه کې ځانګړې همکاري وکړي.


عمومي رئیس په چاپېریالي څارنه، د هوايي کیفیت د کنټرول، GIS، ریموټ سنسینګ او ډیجیټلي وسایلو په برخه کې د تخنیکي همکاریو، د ګډو څېړنیزو او د اقلیمي بدلون سره د سازښتي پروژو، د پایدار ښاري او کلیوالي چاپېریالي پلانونو د تجربو د تبادلې او د ځنډېدلو چاپېریالي پروژو د بیا پیلیدو په برخه کې د آذربایجان هېواد له سفیر څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په دې ناسته کې د آذربایجان سفیر ښاغلي الهام محمدوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو او دوستانه همکاریو یادونه وکړه او ویې ویل چې آذربایجان د افغانستان د چاپېریالي او اقلیمي ننګونو درک کوي او هڅه کوي چې دا موضوعات په سیمه‌ییزو او نړیوالو فورمونو کې مطرح وساتي.
نوموړي د COP_31 کنفرانس چې ټاکل شوې په ترکیه کې ترسره شي په اشارې سره ډاډ ورکړ چې د آذربایجان دولت به د ترکیې له اړوندو مراجعو، د UNFCCC له سکرتریت او نورو نړیوالو بنسټونو سره د همغږۍ په برخه کې همکاري وکړي تر څو د افغانستان د رسمي ګډون لپاره ممکنې لارې وڅېړل شي.
همداراز د آذربایجان سفیر د WUF_13 نړیوال کنفرانس چې ټاکل شوې په آذربایجان کې ترسره شي، وویل هېواد یې د دې کنفرانس کوربه‌توب ته ځانګړی اهمیت ورکوي او ژمنه یې وکړه چې د افغان پلاوي د ګډون لپاره به له اړوندو ادارو سره لازمه همغږي ترسره کړي.


په دې کتنه کې د آذربایجان سفیر همداراز د چاپېریالي څارنې، هوايي کیفیت د کنټرول، GIS، ریموټ سنسینګ او ډیجیټلي وسایلو په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې آذربایجان چمتو دی د تخنیکي تجربو د انتقال، د سافټویرونو د شریکولو او د افغان تخنیکي ټیمونو د روزنې په برخه کې همکاري وکړي.
په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو چاپېریالي همکاریو د چوکاټ جوړولو او د یوه دایمي ګډ چاپېریالي کاري ګروپ د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وشو تر څو دا همکارۍ منظمې، عملي او دوامدارې شي.

Jan 29, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021