• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په ننګرهار کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین رسما پیل شو

slider-image

١٤٤٧کال د شعبان ٢٣مه/ ننګرهار
د ننګرهار ولایت په پچيراګام ولسوالۍ کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د یوې چاپېریالي پروژې په چوکاټ کې په رسمي ډول پیل شو.
دا پروژه چې د رها موسسې په همکارۍ تطبیق کیږي له مخې به یې ۶۰۰۰ مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي کېنول شي. د اوبو لګولو لپاره به ۲۰ سولري تختې نصب او د پایپ لاین سیستم به وغځول شي او د دې ترڅنګ به د ولسوالۍ اوسېدونکو ته کاري زمینه برابره شي.


په دې مراسمو کې د افغانستان ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع‌الحق خالص، د ننګرهار ولایتي مسؤلینو، د مرستندویه موسساتو استازو او ولسي مشرانو برخه اخیستې وه.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې افغانستان په تېرو څلوېښتو کلونو کې د جګړو او بې‌امنۍ له امله سخت زیانمن شوی او ګڼ شمېر طبیعي ځنګلونه یې له منځه تللي دي. نوموړي وویل د هېواد بیا رغونه یوازې د زیربناوو په جوړولو نه، بلکې د طبیعي سرچینو په احیا او ساتنې پوري هم تړلې ده.
هغه زیاته کړه یوازې تېر کال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري په هېواد کې له اوولس میلیونو زیات نیالګي کېنول شوي دي او دا لړۍ به په پوره عزم دوام ومومي.


ښاغلي خالص څرګنده کړه: «افغانستان به په خپل ملي عزم او ګډو هڅو رغېږي. که هر څوک د هېواد د ابادۍ لپاره لاس را اوږد کړي، موږ به د هېواد په ابادولو کې ورسره په پوره اخلاص همکاري وکړو.»
عمومي رئیس ځنګلونه ملي شتمني وبلله او ویې ویل چې ساتنه او پالنه یې د ټولو ګډ مسؤلیت دی، ځکه دا د راتلونکو نسلونو امانت دی. د هغه په وینا نیالګي د اورښتونو د تنظیم، د سېلابونو د مخنیوي، د هوا د ککړتیا د کمولو او د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې بنسټیز رول لري.
ده همداراز پر ولسونو غږ وکړ چې د نیالګیو په کېنولو، ساتنه او زرغونتیا کې له حکومت سره بشپړه همکاري وکړي او په دې برخه کې له هیڅ راز مرستي څخه درېغ ونه کړي.


په مراسمو کې د ننگرهار ولایتي مسؤلینو، د UNDP او رها موسسې استازو او ولسي مشرانو په خپلو ویناوو کې د نیالګیو کېنولو او ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او له ولس څخه یې وغوښتل چې د شنو ساحو د پراختیا او چاپېریال ساتنې په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
د مراسمو په پای کې ګډونوالو په عملي ډول نیالګي کېنول او د کرل شویو نیالګیو د ساتنې ژمنه یې وکړه.

Feb 12, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021