• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د نیالګیو کېنولو په تړاو د عامه پوهاوي غونډه او علمي بحث ترسره شو

slider-image

١٤٤٧کال د شعبان ٢٩مه/ کابل
د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د پیاوړتیا او د زرغونتیا د فرهنګ د دودولو په موخه د عامه پوهاوي غونډه او علمي بحث په باختر پوهنتون کې ترسره شو.
په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال مولوي ډاکټر زین‌العابدین عابد، د باختر پوهنتون رئیس احمد فرید عارفي، د پوهنتون استادانو، د یووالي او پیوستون موسسې مرستیال او کارکوونکو او همداراز د رسنیو استازو ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د باختر پوهنتون رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د چاپېریال ساتنې، زرغونتیا او علمي بنسټونو د رول په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې پوهنتونونه کولای شي د پوهاوي، څېړنې او عملي اقداماتو له لارې د چاپېریال ساتنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال مولوي ډاکټر زین‌العابدین عابد هر اړخیزه وینا وړاندې کړه. هغه د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر اهمیت رڼا واچوله او ویې ویل چې نیالګي د هوا د پاکوالي، د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمښت، د خاورې د ساتنې او د طبیعي توازن د ټینګښت اساسي وسیله ده.
نوموړي د علمي بنسټونو او ځوانانو ونډه حیاتي وبلله او زیاته یې کړه چې د دوامدارو پایلو لپاره همغږي او ګډ کار اړین دی.
ښاغلي عابد همداراز زیاته کړه اداره هڅه کوي چې د نیالګیو کېنولو تر څنګ د هغو د ساتنې، پالنې او بقا کچې لوړولو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي. ځکه هدف یوازې د شمېر زیاتوالی نه، بلکې د دوامدار زرغونتیا تأمین دی. ده وویل په همدې موخه به د اړوندو ادارو په همکارۍ د څارنې میکانېزمونه پیاوړي شي او د عامه پوهاوي پروګرامونه به لا پراخ شي.
د ادارې مسلکي مرستيال څرګنده کړه موږ باور لرو، که هر فرد لږ تر لږه یو نیالګی کېنوي او د هغه پالنه په اخلاص ترسره کړي، نو په لنډ وخت کې به زموږ ښارونه، کلي او دښتې زرغونې شي او د اقلیمي بدلون منفي اغېزې به راکمې شي.
ده یو ځل بیا له هېوادوالو غوښتنه وکړه چې د نیالګیو د کېنولو په دې ملي پروسه کې برخه واخلي او راتلونکو نسلونو ته یو سالم او سمسور افغانستان په میراث پرېږدي.
ورپسې د یووالي او پیوستون موسسې مرستیال فرید احمد لودین خبرې وکړې او د خپلې موسسې د همکارۍ پلانونه یې له ګډونوالو سره شریک کړل. هغه ډاډ څرګند کړ چې یاده موسسه به د عامه پوهاوي، تخنیکي ملاتړ او عملي پروګرامونو له لارې د نیالګیو کېنولو کمپاین ملاتړ ته دوام ورکړي.
په غونډه کې د باختر پوهنتون یو تن استاد خپله چمتو شوې علمي وینا وړاندې کړه او د نیالګیو کېنولو علمي، اقتصادي او ټولنیزو ګټو ته یې اشاره وکړه. هغه وړاندیز وکړ چې د څېړنیزو پروژو او محصلینو د عملي فعالیتونو له لارې دې د زرغونتیا فرهنګ لا پیاوړی شي.

Feb 18, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021