• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په فراه کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین رسما پیل شو

slider-image

١٤٤٧کال د شعبان ٢٩مه/ فراه
د فراه پوهنتون په انګړ کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین تیره ورځ د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو. په دې مراسمو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع الحق خالص، د فراه ولایت والي ملا محمد حافظ مجاهد او یو شمېر نورو سیمه‌ییزو مسؤلینو ګډون کړی و.
غونډه د فراه د چاپېریال ساتنې رئیس حافظ برهان الدین راشد په پرانیستې وینا او ښه راغلاست سره پیل شوه. نوموړي د نیالګیو کېنولو ارزښت ته په اشارې وویل چې زرغون چاپېریال د سالمې ټولنې بنسټ جوړوي او د طبیعي سرچینو ساتنه ګډ ملي مسؤلیت دی.


ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع الحق خالص د خپلو خبرو پر مهال د فراه ولایت د خلکو د تېرو قربانیو یادونه وکړه او ویې ویل چې دغه قربانۍ د اسلامي نظام د ټینګښت او ساتنې لپاره ورکړل شوې دي. نوموړي ځوانان د ټولنې اساسي پانګه وبلله او زیاته یې کړه چې د هېواد پرمختګ او سوکالي د ځوان نسل له علمي، فکري او اخلاقي ودې سره نېغ تړاو لري. هغه ټینګار وکړ چې د ملت ستره پانګه پر ځوانانو لګول شوې، نو له همدې امله له هغوی څخه د راتلونکي په جوړولو کې سترې هیلې کېږي.
ښاغلي خالص د خپلو خبرو پر دوام وویل د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین یوازې یو موسمي پروګرام نه دی، بلکې دا د هېواد د زرغونتیا، د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د کمولو او د طبیعي سرچینو د ساتنې لپاره یو ستر ملي حرکت دی. نوموړي څرګنده کړه چې ونې د چاپېریال د توازن ساتلو، د هوا د ککړتیا د کمولو، د خاورې د فرسایش د مخنیوي او د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا مهم رول لري.
هغه څرګنده کړه چې نیالګي کېنول نه یوازې چاپېریالي ارزښت لري، بلکې اقتصادي ګټې هم لري، ځکه چې زرغون چاپېریال د کرنې، مالدارۍ او سیمه‌ییز اقتصاد د ودې لامل ګرځي. ده ټینګار وکړ چې هره کېنول شوې ونه باید تر ساتنې او پالنې لاندې ونیول شي، څو د راتلونکو نسلونو لپاره دوامداره ګټه ولري.
عمومي رئیس همدارنګه زیاته کړه دا ملي کمپاین د اسلامي ارزښتونو سره سم یو خیرخواهانه او ثوابي عمل دی، ځکه چې ونه د انسان، حیوان او طبیعت لپاره ګټه رسوي او هر هغه څوک چې د ونې په کېنولو او پالنه کې برخه اخلي، د دوامدار اجر مستحق ګرځي.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس ځوانان او محصلین وهڅول چې د علم ترڅنګ عملي مسوولیت هم پر غاړه واخلي او د نیالګیو کېنولو، ساتنې او د چاپېریالي پوهاوي په خپرولو کې مخکښ رول ولوبوي، څو د زرغون او پاک افغانستان د جوړېدو لپاره بنسټیز ګامونه پورته شي.
د فراه والي ملا محمد حافظ مجاهد هم په خپلو څرګندونو کې وویل چې زرغونتیا او ښاري سمسورتیا یوازې د حکومت مسؤلیت نه دی، بلکې د ټولنې د هر فرد ګډ مکلفیت دی. نوموړي د نیالګیو کېنول د دوامدارې صدقې په توګه یاد کړل او له خلکو یې وغوښتل چې د ښار د ښکلا او چاپېریالي ساتنې په برخه کې فعاله ونډه واخلي.


د فراه پوهنتون علمي مرستیال مفتي عبدالظاهر او یو تن استاد عصمت الله حیدري د نیالګیو کېنول د چاپېریالي ککړتیا د کمولو لپاره مهم ګام وباله او ویې ویل چې فراه ولایت د کرنیزو محصولاتو د پراختیا پراخ ظرفیتونه لري. نوموړي د دغو ظرفیتونو د اغېزمنې استفادې لپاره د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

Feb 18, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021