• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

کونړ کې د اړوندو ریاستونو له مسئولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

slider-image

۱۴۴۷ کال د رمضان ۲نېټه/ کونړ
د کونړ ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP) د مسئولینو سره په همکارۍ د اسعدآباد ښار په سپوږمۍ هوټل کې د ولایت مقام، اړوندو امارتي ادارو، خصوصي ادارو، علمای کرامو، ځوانانو، قومي مشرانو او رسنیو له استازو او مسئولینو سره د کونړ په ولایت کې د پنځه کلنې پروژې د تطبیق په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآنکریم په مبارکو آیتونو سره پیل شوه. د غونډې پرانیستونکې وینا او ګډونوالو ته ښه راغلاست د چاپېریال ساتنې رئیس مولوي محمد رحمن صابر له لوري وړاندې شوه، او د اړوندې پروژې د اهمیت، موخو او ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات شریک شول. نوموړي ټینګار وکړ چې د امارتي ادارو مسئولین او ولسي خلک باید په خپله برخه کې پوره همکاري وکړي څو د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې مسئولیت په سمه توګه ترسره شي. همدارنګه د نیالګیو کېنولو موسم ته په اشارې سره یې د نیالګیو کېنولو، ساتنې او ارزښت په اړه لازم معلومات وړاندې کړل.


د کونړ ولایت د کارکوونکو چارو محترم رئیس مولوي امیرولي له لوري د چاپېریال ساتنې، د ککړتیا د مخنیوي، د ځنګلونو د اهمیت او ساتنې، د شنو ساحو د پراختیا او ارزښت په اړه اړین معلومات وړاندې شول. د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې ولایتي مسئول د پروژې د تطبیق څرنګوالي په اړه د ترتیب شوي پریزنټېشن له لارې مفصل معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
د غونډې په جریان کې د اکسس پواینټ شرکت مسئولینو د خپلې برخې اړوند هغه فعالیتونه تشریح کړل چې د شیګل ولسوالۍ کې یې ترسره کړي دي. د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون استاد هم د چاپېریال ساتنې، د ځنګلونو د ارزښت، د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې او د نیالګیو کېنولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.


همدارنګه، د غونډې په ترڅ کې د عامه پوهاوي پر ارزښت ځانګړی ټینګار وشو. د ټولو ادارو استازو او مسئولینو د عامه پوهاوي د پراخولو، د خلکو د ذهنيت جوړونې او د چاپېریال ساتنې فرهنګ د پیاوړتیا په برخه کې د ګډ کار او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ، او دا یې د پروژې د بریالیتوب مهم اصل وباله.
قومي مشرانو د پروژې د تطبیق هرکلی وکړ، د لا زیاتو پراختیايي پروژو غوښتنه یې وکړه او له اړوندو مسئولینو سره یې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.
د غونډې په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته په دقت او قناعت بښونکي ډول ځوابونه ورکړل شول او غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.

Feb 19, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021