• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

میدان وردګو کې د نیالګیو کېنولو په تړاو د همغږۍ غونډه وشوه

slider-image

۱۴۴۷ کال د رمضان ۹مه نېټه/میدان وردګ
د (۱۴۰۵) ل کال د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په تړاو د میدان وردګو والي الحاج ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ تېره ورځ د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د امارتي ادارو او مؤسساتو له استازو سره د همکارۍ او همغږۍ غونډه وشوه.
 
یاده غونډه د میدان وردګو ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري جوړه شوې وه چې موخه یې د اړوندو امارتي ادارو په ګډه همکارۍ او همغږۍ د نیالګیو کېنولو پروسې تنظیم او لازم چمتووالی دی.
 
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه ورپسې د میدان وردګو والي الحاج ملاخیرالله خیرخواه د نیالګینو د کینولو، ساتنې او پالنې په اړه هر اړخیزه وینا وکړه، نوموړي د ولایتي ادارو ترمنځ د نیالګیو د کېنولو د همغږۍ او چمتووالي په غونډه کې ټینګار وکړ چې د ادارو مسؤلین باید د ډېرو نیالګیو د کېنولو پر ځای د هغوی پالنې، ساتنې او اوبو رسولو ته جدي پاملرنه وکړي.


ښاغلي خیرخواه د ارشاد، حج او اوقافو، علماؤ شورا، اطلاعاتو او فرهنګ او ملي راډیو تلویزیون له مسؤلینو وغوښتل چې د اسلام او ساینس له نظره د نیالګیو د ارزښت په اړه عامه پوهاوی زیات کړي؛ ترڅو خلک د زرغون چاپېریال په ارزښت پوه شي.
د میدان وردګو والي د دولتي ادارو مسؤلینو او مؤسساتو استازو ته سپارښتنه وکړه چې د نیالګیو د کېنولو په ملي کمپاین او د چاپېریال په زرغونتیا کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي؛  ترڅو راتلونکی نسل یو پاک او زرغون چاپېریال ولري.


همداراز د میدان وردګو ولایت د چاپیریال ساتنې رئیس مولوي الله محمد ذاکر د نیالګیو د کینولو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او جوړ شوی عملیاتي پلان یې له ګډونوالو سره شریک کړ. نوموړي له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د نیالګیو کېنولو په کمپاین کې د چاپېریال ساتنې ریاست سره همکاري وکړي او خپل کارمندان وهڅوي؛ ترڅو یو یو نیالګی د هیواد د ښیرازۍ او زرغونتیا لپاره وکري، په ورته مهال کې د چاپېریال ساتنې ریاست  د اطلاعاتو او عامه پوهاوي عمومي مدیر عزیزالله سعادت له لوري د اسلام او ساینس له نظره د نیالګیو د ارزښت، د ولایتي کمېټې د مسؤلیتونو، او د نیالګیو د پالنې او ساتنې په اړه هر اړخیز معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې کړ.


دغه راز د اړوندو ادارو مسؤلینو، پانګوالو او مؤسساتو استازو ژمنه وکړه چې د نیالګیو د کېنولو ملي کمپاین کې به په ټول ولایت کې زرګونه  میوه لرونکي او زینتي نیالګي او بوټي کېنوي. همدارنګه، د غونډې ګډونوالو د غرنیو سیمو د ځنګلونو ساتنې، د نیالګیو د پالنې، او د هغوی د اوبو رسولو پر اړتیا ټینګار وکړ او اړوند ادارو ته یې د چمتووالي سپارښتنې وکړې.

Feb 26, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021