• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د طبي زبالو د تنظیم ولایتي کمیټې نوبتي غونډه وکړه
چاپېریال ساتنې لپاره مرکز او ولایتونو کې دوامداره هڅې روانې دي
د طبي زبالو او کثافاتو د تنظیم؛ ځنګلونو او اوبو د ساتنې په پار نظارت ترسره شو
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او د هندوستان د پلاوي مشر ترمنځ د WUF13 نړیوال فورم په څنډه کې د متقابلو همکاریو په موخه ناسته ترسره شوه
د افغانستان پلاوي د WUF13 فورم اړوند د غیر رسمي مېشت‌ځایونو د بدلون او معیاري کولو په تړاو تخنیکي ناستې کې ګډون وکړ
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د تمیز دولتي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او WUF13 ښاري نندارتون څخه یي لیدنه وکړه
ولایتونو کې په دوامداره توګه د صنعتي او تولیدي فعالیتونو څارنې کیږي
کونړ او ارزګان کې د عامه پوهاوي غونډه او نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د WUF13 نړیوال ښاري فورم کې ګډون وکړ
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله لسګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د ترکیې هېواد له شارژدافیر سره وکتل

slider-image

۱۴۴۷کال د رمضان ۱۳مه نېټه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع الحق خالص نن دوشنبه د ۱۴۰۴کال د کب په ۱۱مه نېټه په کابل کې د ترکیې د سفارت له شارژدافیر او د ماموریت مشر ښاغلي سادین اییلدیز سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د ترکیې شارژدافیر هرکلی وکړ او د نوې دندې مبارکي یې ورکړه.
په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې پر فعلي وضعیت، مختلفو چاپېریالي مسایلو او اقلیمي بدلون په تړاو یې هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس غوښتنه وکړه چې د ترکېې هېواد سره په ګډو همکاریو مخکې قدمونه واخلي. نوموړي وویل: د ظرفیت لوړونې، نړۍوالو چاپېریالي پروژو کې د افغانستان د ونډې، له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې، د ځنګلونو او او وحشي ژوو د ساتنې، په چاپېریالي برخو کې د نوې ټکنالوژۍ او تجهیزاتو، نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو او همداراز په سیمه‌ییزو غونډو کې د افغان پلاوي ګډون لپاره د ترکیې همکاري اړینه ده.


عمومي رئیس د ترکیې له سفیر څخه وغوښتل چې په ترکیه کې د (COP-31) نړۍوال کنفرانس کې دې د افغانانو لپاره د ګډون زمینه مساعده کړي؛ ترڅو وکولی شو خپلې چاپېریالي ستونزې تر نړۍوالو ورسوو او په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره شي.
ښاغلي خالص ټینګار وکړ چې چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي؛ ځکه ولسونه ترې زیانمن کیږي، دا بشري موضوعات دي او باید له سياست څخه جلا شي.
په کابل کې د ترکیې د سفارت شارژدافیر او د ماموریت مشر ښاغلي سادین اییلدیز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس څخه د ملاقات د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: د چاپېریال ساتنې په برخه کې نړۍوال د افغانستان ډیر پوروړي دي؛ ځکه افغانستان د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو څخه ډیر زیانمن هېواد دی، اقلیمي بدلون یوه نړۍواله موضوع ده چې په رامنځته کیدو کې یې ډیر رول پرمختللي هېوادونه لري او هغوی باید خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.


نوموړي وویل چې موږ چمتو یو په دې برخه کې خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړو، ده وویل موږ به ستاسو غوښتنې له خپل هېواد سره شریکې کړو او هڅه به مو دا وي چې څنګه وکولی شو له اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې خپلې تجربې، مشورې او مشترکې همکارۍ ته دوام ورکړو.
د ترکیې شارژدافیر ژمنه وکړه چې د دوست هېواد په توګه به هغه څه وکړو چې په وس کې مو دي.

Mar 3, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021