• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د Acted نړيوالې موسسې له مشر او مل پلاوي سره د یوې ناستي په ترڅ کې وکتل

slider-image

١٤٤٧کال د رمضان‌المبارک ١٥مه/ کابل
نن چهارشنبه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د Acted نړيوالې موسسې مشر ښاغلي هانس جوهانسن او ورسره پلاوي ته په خپل کاري دفتر کې ښه راغلاست ووایه او د هغوی سره یې د روانو فعالیتونو او پروژو په تړاو بحث او خبري وکړې.
اکټیډ (Acted) چې یوه نړيواله بشري او پراختیايي موسسه ده د بېلابېلو هېوادونو په کچه د بېړنیو مرستو، پراختیايي او چاپېریالي پروګرامونو په پلي کولو کې فعالیت کوي.


په دې کتنه کې دواړو لورو د اقليمي بدلون د اغېزو کمولو، د طبيعي سرچينو د ساتنې، د ځنګلونو د بيا احیا، د کثافاتو د مديريت او د عامه پوهاوي د پروګرامونو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیز بحثونه وکړل.
همدارنګه د Global Environment Facility (GEF) او د اقليمي بدلون اړوند د Loss and Damage Fund له تمویل کوونکو سرچینو څخه د مالي ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او اکټیډ موسسې ترمنځ د ګډو طرحو او پروپوزلونو د چمتو کولو په اړه هم خبرې وشوې. ټینګار وشو چې د اقليمي بدلون د اغېزو د کمولو، د طبیعي افتونو د خطر د مدیر


یت او د زیانمنو ټولنو د ملاتړ لپاره باید معیاري او تخنیکي پروپوزلونه ترتیب او اړوندو نړیوالو تمویل کوونکو ته وړاندې شي.د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د نړيوالو بنسټونو همغږي او تخنیکي همکاري د هېواد د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره مهمه وبلله او څرګنده یې کړه چې اداره چمتو ده څو د ګډو پروژو په طرحه او پلي کولو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.


ورته مهال د Acted موسسې مشر ډاډ ورکړ چې یاد بنسټ به د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په نږدې همغږۍ خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي څو د اقليمي بدلون د تمویلونکو میکانېزمونو له لارې د افغانستان لپاره لازمې سرچینې جذب کړي.
په پای کې دواړو لورو د دوامدارو اړیکو، تخنیکي همکارۍ او ګډو چاپېریالي پروژو د پیاوړتیا پر دوام ټینګار وکړ، څو د سالم، پاک او پایدار چاپېریال د تأمین لپاره عملي او اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

Mar 4, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021