• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او TLO موسسې ترمنځ د ۱۴۲٠٠٠ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پروژې هوکړه‌لیک لاسلیک شو

slider-image

۱٤٤٧کال د رمضان‌المبارک ١٦مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د (TLO) موسسې ترمنځ د ۱۴۲۰۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د یوې چاپېریالي پروژې هوکړه‌لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه‌لیک د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع‌الحق خالص او د TLO موسسې مرستیال انجنیر عبدالرحیم خرم ترمنځ لاسلیک شو.
د یادې پروژې موخه د چاپېریال ساتنې په برخه کې د عامه پوهاوي لوړول، د ځوانانو او ټولنې د ګډون پیاوړتیا، د اقلیم بدلون په اړه د ظرفیت لوړونه او د طبیعي سرچینو ساتنه ده.


همداراز د دې پروژې په چوکاټ کې به یو لړ مهم فعالیتونه ترسره شي، په کابل ښار کې د “زرغون میراث” تر سرلیک لاندې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین افتتاحیه پروګرام او په ښوونځیو او انستیتوتونو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین دی، چې پکې به شاوخوا ۲۰۰۰ د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت لرونکي نیالګي کېنول شي.
همدارنګه به په کابل ښار کې د چاپېریالي پوهاوي ورزشي پروګرام هم د ځوانانو او اړوندو بنسټونو په ګډون ترسره شي.
په دې پروژه کې د اقلیم بدلون، د طبیعي سرچینو ساتنې او د ښاري چاپېریال په برخو کې د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرامونه هم شامل دي چې په کابل، پکتیکا، بدخشان او لوګر ولایتونو کې به ترسره شي.
سربېره پر دې د چاپېریال ساتنې رضاکارانو، محصلینو او فعالانو لپاره څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ هم په پلان کې شوی دی.
د پروژې په نورو فعالیتونو کې د چاپېریال او اقلیم بدلون د همغږۍ پلاتفورم (CECOP) د غونډو ترسره کول، د اقلیم بدلون د اغېزو په اړه د معلوماتي مستند ویډیو جوړول، په کابل ښار کې د چاپېریالي پیغامونو لرونکي دیوالیز انځورونه رسمول، د چاپېریالي بروشورونو چاپ او وېش او د اقلیم بدلون په اړه مشورتي غونډه هم شاملې دي.


دغه راز د دې پروژې په ترڅ کې به د چاپېریالي راپور ورکولو په برخه کې د خبریالانو د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرامونه ترسره شي او د کابل ښار د ښاري پراختیا او د ښارنشینۍ د چاپېریالي اغېزو په اړه به یوه څېړنه هم ترسره او پایلې به یې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره شریکې شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع‌الحق خالص د یاد هوکړه‌لیک د لاسلیک پر مهال وویل د چاپېریال ساتنې په برخه کې ګډې هڅې او همغږي د دوامدارو پایلو د ترلاسه کولو لپاره ډېر ارزښت لري.
نوموړي ټینګار وکړ چې دا پروژه به د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو، د چاپېریالي پوهاوي د پراختیا او د ټولنې د فعال ګډون په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي او هیله یې وښوده چې اړوند بنسټونه به د پروژې د غوره او اغېزمن تطبیق لپاره جدي همکاري وکړي.


په همدې حال کې د TLO موسسې مرستیال انجنیر عبدالرحیم خرم هم د پروژې د تطبیق په برخه کې د خپلې موسسې ژمنتیا څرګنده کړه او ویې ویل چې یاد بنسټ به د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په نږدې همغږۍ د پروژې د ټولو فعالیتونو د اغېزمن تطبیق لپاره کار وکړي. نوموړي همدارنګه د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د چاپېریالي پوهاوي د پراختیا پر دوام ټینګار وکړ.

Mar 7, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021