• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري کابل کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شو

slider-image

١٤٤٧کال د رمضان المبارک ۲۱مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د TLOموسسې په همکارۍ د کابل دارالامان اړوند قلعه مسلم تپه کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شو. په دې مراسمو کې لوړ پوړو امارتي چارواکو، د ملي، نړۍوالو مؤسسو او یوناما استازو، د سیمې مشرانو، ځوانانو، محصلینو او د رسینو استازو ګډون کړی و.


غونډه د قران عظیم الشان مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه ورپسې د ټیلو مؤسسې مرستیال انجنیر عبدالرحیم خرم د ګدونوالو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو راکمولو او د هېواد د ښېرازۍ په موخه به سږني پسرلي کې مرکز او ولایتونو کې ۴نیم سوه زره نیالګي کېنوي.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع الحق خالص په خپلو خبرو کې وویل: د خوښۍ ځای دی چې ولس، امارتي ادارې، ملي او نړۍوالې مؤسسې دې ته لېواله دي څو د وطن په ابادۍ او سمسورتیا کې برخه اخلي.


نوموړي د ونو او بوټو د اهمیت په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او زیاته یې کړه چې زموږ چاپېریالي اړخ د تېرو تپل شوو جګړو له امله ډیر زیانمن شوی او د ژواندانه اساسي بنسټونه مو سخت زیانمن شوي دي. ده زیاته


کړه: ونې طبیعي فلتر دي چې الله تعالی موږ ته اهدا کړي دي او دا د ښېرازۍ، سمسورتیا، د تودوخې درجې کنټرول او اقلیمي اغېزو راکمولو لپاره تر ټولو اسانه او لنډه لاره ده چې موږ نیالګي کېنوو او ځمکه شنه کړو.


عمومي رئیس زیاته کړه چې سږ کال د افغانستان په سطحه لس میلیونه نیالګي هدف ټاکل شوی دی او موږ هڅه کوو چې دا هدف لوړ کړو.


ښاغلي خالص ټینګار وکړ چې موږ باید په ګډه شریک قدمونه واخلو، د افغانستان سمسورتیا د ټول ولس، حکومت، ملي او نړۍوالو بنسټونو ګډ مسوولیت دی. ده همداراز له ټولو وغوښتل چې د نیالګیو د کېنولو ترڅنګ یې باید ساتنې او پالنې ته هم جدي پاملرنه وشي.


عمومي رئیس زیاته کړه چې زموږ اقتصادي او صنعتي پرمختګ باید اصولي وي او هېوادوالو ته باید زیان و نه رسیږي. نوموړي له امارتي ادارو، خصوصي سکتور او هېوادوالو وغوښتل چې د هواککړتیا راکمولو او مخنيوي کې باید له دې ادارې سره همکاري وکړي او پر صنعت کارانو یې غږ وکړ چې خپل فعالیتونه دې د چاپېریالي اصولو او مقرراتو مطابق عیار او ترسره کړي.


د مراسمو په لړ کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل د اسلام له نظره د نیالګیو د اهمیت په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې سږ کال به د کابل ښار په مختلفو سیمو کې یو میلیون نیالګي کېنوي چې د ساتنې او پالنې په برخه کې یې باید کابل ښاریان جدي همکاري وکړي.


همدا راز په افغانستان کې د یوناما دفتر په استازیتوب آغلې ارزو خبرې وکړې او د هېواد په کچه یې د نیالګیو کېنولو پروګرامونه وستایل. نوموړې په خپلو خبرو کې وویل چې د لسګونو کلونو جګړې او ناپلانه ښاري ودې افغانستان ته ډیرې چاپېریالي ستونزې پیداکړې دي چې د نورو اقداماتو ترڅنګ یې د نیالګیو کېنول هم مثبته او اغېزمنه لاره ده.


له غونډې وروسته رسما کمپاین پرانیستل شو او نیالګي کېنول شول.


Mar 11, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021