• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

پکتیکا کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شو

slider-image

۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۲مه نېټه/ پکتیکا
د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په درشل کې د روان ۱۴۰۴کال د کب په ۱۸مه نېټه د پکتیکا ولایت د چاپېریال ساتنې رياست له لوري (د ځمکې ابادول د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سنت دی) تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً پیل شو.


دغه مراسم چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو انستیتوت په انګړ کې جوړ شوي وو، د پکتیکا محترم والي او اړوندو امارتي ادارو رئیسانو او استازو ګډون کړی وو.
په پیل کې د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد د نیالګیو د اهمیت او ساتنې په هکله خبرې وکړې، له خلکو وغوښتل چې نيالګي کېنوي او د هېواد په سمسورتيا کې فعاله ونډه واخلي؛ ترڅو مو هېواد سرسبزه او زرغون شي.


همداراز د پکتیکا ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس مولوي محمد سجاد خان وقاص په غونډه کې ولسونو ته پیغام ورکړ او غوښتنه یې ترې وکړه چې د پسرلي موسم په رارسېدو سره د نیالګیو کېنولو ته جدي پاملرنه وکړي.
 
نوموړي ټینګار وکړ چې نیالګي دې په جوماتونو، د سړکونو په غاړو، ښوونځیو، انسټیټیوټونو، پوهنتونونو او نورو عامه ځایونو کې کېنول شي او تر څنګ یې د نیالګیو ساتنه او پالنه هم په ښه ډول ترسره شي؛ ترڅو راتلونکو نسلونو ته سالم او شین چاپېریال پرېښودل شي.


د مراسمو په لړ کې د چارواکو او امارتي ادارو مسوولینو له لوري د پکتیکا تخنیکي او مسلکي زده‌کړو انستیتوت په انګړ کې نیالګي کېنول شول چې دغه عملي اقدام د چاپېریال ساتنې د ارزښت او  شنه‌والي د ودې په برخه کې د حکومتي ادارو ژمنتیا څرګندوي.


په پای کې ګډونوالو د نیالګیو کېنولو دا کمپاين د چاپېریال ساتنې او عامه پوهاوي په برخه کې مهم وباله او ژمنه یې وکړه چې د شنه‌والي د پراختیا، د ځنګلونو ساتنې او د اقلیم بدلون د منفي اغېزو د کمولو په موخه به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

Mar 11, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021