• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د طبي زبالو د تنظیم ولایتي کمیټې نوبتي غونډه وکړه
چاپېریال ساتنې لپاره مرکز او ولایتونو کې دوامداره هڅې روانې دي
د طبي زبالو او کثافاتو د تنظیم؛ ځنګلونو او اوبو د ساتنې په پار نظارت ترسره شو
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او د هندوستان د پلاوي مشر ترمنځ د WUF13 نړیوال فورم په څنډه کې د متقابلو همکاریو په موخه ناسته ترسره شوه
د افغانستان پلاوي د WUF13 فورم اړوند د غیر رسمي مېشت‌ځایونو د بدلون او معیاري کولو په تړاو تخنیکي ناستې کې ګډون وکړ
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د تمیز دولتي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او WUF13 ښاري نندارتون څخه یي لیدنه وکړه
ولایتونو کې په دوامداره توګه د صنعتي او تولیدي فعالیتونو څارنې کیږي
کونړ او ارزګان کې د عامه پوهاوي غونډه او نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د WUF13 نړیوال ښاري فورم کې ګډون وکړ
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله لسګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.

slider-image

١٤٤٧کال د رمضان‌المبارک ٢٦مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع‌الحق خالص دغه څرګندونې د کابل ولایت د تنګي غارو په سیمه کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د دوام په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې، چې پکې د امارتي ادارو مسوولینو، ولسي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. وروسته د FGA همکاري موسسې د پروګرامونو مسوول ډاکټر نعمت الله رحیمي د ښه راغلاست وینا وکړه او ویې ویل چې د یاد کمپاین په ترڅ کې به د دې سیمې د شنه کمربند د پیاوړتیا لپاره شاوخوا ۳۰۰۰ د بادامو نیالګي کېنول شي، څو د سیمې زرغونتیا زیاته او د چاپېریال ساتنې په برخه کې مثبت بدلون رامنځته شي.


ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع‌الحق خالص غونډې ته مفصله وینا وکړه. نوموړي د افغانانو د جهاد او مقاومت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانانو د اوږدې مبارزې وروسته د خپل هېواد ازادي ترلاسه کړه نو اوس د ټولو ګډ مسوولیت دی چې د هېواد د بیا رغونې، پرمختګ او زرغونتیا لپاره هڅې وکړي.


هغه له ولسونو وغوښتل چې د نیالګیو په کېنولو او ساتنې کې فعاله ونډه واخلي، ځکه د نیالګیو کېنول نه یوازې د چاپېریال د ساتنې لپاره مهم دي، بلکې د هوا د ککړتیا کمولو، د خاورې د تخریب مخنیوي، د اقلیمي بدلون د منفي پایلو سره د مبارزې او د طبیعي ښکلا د زیاتوالي لپاره هم ځانګړی ارزښت لري.


ښاغلي خالص د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د تېر کال د لاسته راوړنو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې دغه اداره هڅه کوي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرغونتیا پروګرامونه پیاوړي کړي او د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین نور هم پراخ کړي.


ده زیاته کړه تېر کال دې ادارې ٨ میلیونه نیالګي کېنول هدف ټاکلی و چې له نېکمرغه د همکارو او مرستندویه موسساتو او بنسټونو په همکارۍ ١٧ میلیونه نیالګي کېنول شول؛ دغه راز سږکال شاوخوا لس میلیونه نیالګي هدف ټاکل شوی او کیدای شي چې تر دې هدف زیات نیالګي په ټول هېواد کې کېنول شي.


په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستیال مولوي محمد شاه همت او د ولسي مشرانو په استازیتوب ملک سرور هم ویناوې وکړې. هغوی د چاپېریال ساتنې د هڅو ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې د نیالګیو د کېنولو تر څنګ به د هغوی د ساتنې او پالنې لپاره هم جدي هڅې کوي.
غونډه د هېواد د ښېرازۍ او سمسورتیا په هیله د نیالګیو په کېنولو پای ته ورسېده، چې پکې د یادو ادارو مسوولینو، ولسي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو برخه واخیستې وه.

Mar 16, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021