• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
ي یو شمېر محصلینو او لسګونو زده‌کوونکو د مختلفو چاپېریالي موضوعاتو په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو.
د طبي پاتې شونو د تنظیم په پار مهترلام کې د یو شمېر کلینیکونو څارنه وشوه
فراه او میدان‌ښار کې یو شمېر مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
په قزاقستان کې پیل شوې سیمه‌ییزه ایکولوژیکي سرمشریزه پای ته ورسېده
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د قزاقستان د ایکالوژۍ او طبیعي سرچینو وزارت له مرستیال سره وکتل
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس قزاقستان ته د سفر پرمهال د یاد هېواد د زرغون بهیر له مشر سره وکتل
د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام د کابل مختلفو سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
سیمه‌ییزه ایکولوژیکي سرمشریزه په آستانه کې د افغانستان ا.ا.ا د پلاوي په ګډون سره پیل شوه
د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د ترکیې د چاپېریال ساتنې له مرستیال وزیر سره وکتل

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام د کابل مختلفو سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول

slider-image

۱۴۴۷کال د ذوالقعدې ۶مه/ کابل
د سمسورتیا د پراخیتا، پاک او شین چاپېریال رامنځته کولو په پار د ۱۴۰۵کال د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې له لوري د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په همکارۍ؛ د ټرانسپورت، هوانوردۍ وزارت او ملي راډیو تلویزیون په همغږۍ د کابل په ارغندي کې د نوي جوړ شوي ترمینل او ملي راډیو تلویزیون انګړ کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول.


په همدې مناسبت د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د کول حشمت خان غونډو په تالار کې نن پنج شنبه د ۱۴۰۵کال د ثور میاشتې په ۳مه نېټه مراسم جوړ شوي وو چې پکې د امارتي ادارو او افغان‌بیسیم مخابراتي شرکت مسوولینو ګډون کړی وو.


 
د نیالګیو کېنولو دغه مراسم د قران عظیم الشان مبارکو آیتونو په تلاوت پیل ورپسې د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي سعدالدین سعید ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې څرګنده کړه چې د سمسورتیا پر لور ګام اخلو. نوموړي وویل: په ظاهر کې دنیالګیو کېنول عادي کار دی: خو په حقیقت کې دا یو لوی کار دی چې ګټې یې بې‌حسابه دي.


ښاغلي سعید ټینګار وکړ چې چاپېریال ساتنه د یوې ادارې مسوولیت نه، بلکې د ټول بشر مسوولیت دی. ده د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څخه مننه وکړه چې د هېواد په سمسورتیا کې یې برخه واخیسته.
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې مالي او اداري مرستیال پر هېوادوالو غږ وکړ چې په چاپېریال ساتنه او د هېواد په سمسورتیا کې برخه واخلي.


د مراسمو په لړ کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت؛ ملي راډیو تلویزیون او افغان بیسیم مخابراتي شرکت استازو خبرې وکړې او چاپېریال ساتنې یې د ټولو هېوادوالو ګډ مسوولیت وباله.


د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د حقوقي چارو رئیس محمدي خان یعقوبي په خپلو خبرو کې وویل چې چاپېریال ساتنه د ژوند له اساسي اړتیاوو څخه ده. نوموړي خوښي څرګنده کړه چې د ا.ا.ا سره څنګ په څنګ د سمسورتیا په برخه کې همکاري کوي. ښاغلي یعقوبي وویل: موږ ویاړو چې د چاپېریال ساتنې برخه کې همکاري کوو.


د یادونې وړ ده چې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري د ۱۴۰۵کال د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په درشل کې د کابل په شمول کندهار، خوست، بامیان او بلخ ولایتونو کې ۵۲۰۰نیالګي کېنول شوي دي.

Apr 25, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021