• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

ولایتونو کې د مختلفو فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام مرکز او ولایتونو کې مختلف اقدامات ترسره شول
ننګرهار کې د اقلیمي بدلون یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو
ننګرهار کې د چاپېریالي چارو مفتشینو له لوري مختلف فعالیتونه ترسره شول
د چاپېریال ساتنې په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په لړ کې ۱۰۰۰ نیالګي کابل کې کېنول شول
په ولایاتو کې د فعالیتونو چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
لغمان کې د طبي کثافاتو د راټولولو شرکت پرانېست غونډه وشوه
کابل کې د سپین کجیر په نوم وحشي مرغه د ښکاریانو له منګولو وژغورل شو
کابل کې د وحشي ژویو او مرغانو د پېر او پلور له هټیو څارنه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

ننګرهار کې د اقلیمي بدلون یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

slider-image

۱۴۴۷ کال د ذوالقعدې۱۵نېټه/ ننګرهار
د ننګرهار ولايت د چاپېريال ساتنې رياست له لوري، د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې (UNDP) په تخنيکي او مالي ملاتړ، د ختيځ زون په کچه د «اقليم بدلون او آفاتو پر وړاندې د محلي چاره‌سازۍ پياوړتيا» تر عنوان لاندې يو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
په ياد ورکشاپ کې د ختيځ زون د پوهنتونونو استادانو، علماوو کرامو، د دولتي ادارو مسولينو، قومي مشرانو او آغلو خویندو ګډون کړی وو.


د ننګرهار ولايت د چاپېريال ساتنې رئيس قاري احسان الله مختار په خپله وينا کې وويل چې اقليم بدلون په هېواد کې د وچکالۍ، سېلابونو، ځمکې ښوېدنې او د تودوخې د لوړېدو له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی. نوموړي زياته کړه چې د دې ستونزو د کمولو لپاره محلي چاره‌سازي يوه اغېزمنه لاره ده، ځکه خلک په خپله کچه د ستونزو حل ته لار پيدا کوي او د طبيعي آفتونو پر وړاندې چټک غبرګون ښيي.
نوموړي د اوبو ذخیره کول، د ځنګلونو ساتنه، د خاورې د تخریب مخنیوی، اقلیم ته مناسب کرنه، د وچکالۍ پر وړاندې مقاوم تخمونه، د اوبو سپما او د سېلابونو د مخنیوي بندونو جوړول د مهمو اقداماتو په توګه ياد کړل.
ښاغلي مختار وويل چې د ننګرهار ولايت د چاپېريال ساتنې رياست تل هڅه کړې چې د عامه پوهاوي او روزنيزو پروګرامونو له لارې خلکو ته د اقليم بدلون په اړه پوهاوی ورکړي، او دا ورکشاپ هم د همدې لړۍ يوه برخه ده.


د UNDP د ننګرهار ولايت نماينده د ښه راغلاست ترڅنګ اقليم بدلون  کې د شواهدو پر بنسټ د همغږۍ له لارې د ټول‌شموله اقلیمي حکومتدارۍ د پیاوړتیا په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. هغوی ټینګار وکړ چې د اقلیم بدلون د اغېزو د کمولو لپاره د دولتي ادارو، سیمه‌ییزو ټولنو او نړیوالو شریکانو ترمنځ همغږي او ګډ کار اړین دی، څو د پالیسیو پلي کېدل اغېزمن او پایدار شي.
همدارنګه د UNDP بل استازي د اقلیم بدلون د اوسنیو تمایلاتو او اغېزو په اړه هر اړخیز پريزنټيشن وړاندې کړل. نوموړي د اقلیمي بدلون د زیاتېدونکو ستونزو لکه د تودوخې لوړېدو، وچکالۍ، ناڅاپي سېلابونو او د اوبو د سرچینو کمېدو یادونه وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې د اقلیم بدلون او اوبو مدیریت ستونزې هم وڅېړلې او د حل لپاره یې د اغېزمنو پالیسیو، سیمه‌ییزې همغږۍ او تخنیکي ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.


همدارنګه یې د ختیځې سیمې د اقلیمي تطابق ستراتیژۍ په اړه یې معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې د دې ستراتیژۍ هدف د ټولنو د مقاومت لوړول، د طبیعي سرچینو ښه مدیریت او د اقلیمي خطرونو کمول دي؛ ترڅو سیمه‌ییز خلک وکولای شي د اقلیم بدلون له اغېزو سره په اغېزمن ډول مقابله وکړي.
همدارنګه په ياد ورکشاپ کې ګروپي کار هم ترسره او د ګډونوالو پوښتنې، ځوابونه او د سيمي د ټولنې له استازو د ځايي چاپېريال څخه واقعي او ریښتیني کيسي او تجربې شريکې کړې.

May 2, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021