• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د طبي زبالو د تنظیم ولایتي کمیټې نوبتي غونډه وکړه
چاپېریال ساتنې لپاره مرکز او ولایتونو کې دوامداره هڅې روانې دي
د طبي زبالو او کثافاتو د تنظیم؛ ځنګلونو او اوبو د ساتنې په پار نظارت ترسره شو
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او د هندوستان د پلاوي مشر ترمنځ د WUF13 نړیوال فورم په څنډه کې د متقابلو همکاریو په موخه ناسته ترسره شوه
د افغانستان پلاوي د WUF13 فورم اړوند د غیر رسمي مېشت‌ځایونو د بدلون او معیاري کولو په تړاو تخنیکي ناستې کې ګډون وکړ
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د تمیز دولتي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او WUF13 ښاري نندارتون څخه یي لیدنه وکړه
ولایتونو کې په دوامداره توګه د صنعتي او تولیدي فعالیتونو څارنې کیږي
کونړ او ارزګان کې د عامه پوهاوي غونډه او نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د WUF13 نړیوال ښاري فورم کې ګډون وکړ
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله لسګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور مخکتنې او اقلیمي بدلون اړوند خبرو اترو غونډه وشوه

slider-image

۱۴۴۷کال د ذوالقعدې‌ ۲۷مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې، ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) (ORCD) او رها مؤسسو په ګډه همکارۍ نن پنج شنبه د ۱۴۰۵ل کال د ثور په ۲۴مه نېټه کابل سټار هوټل کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت ارزونې راپور مخ کتنې او اقلیم بدلون اړوند خبرو اترو مشورتي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ا.ا.ا لوړپوړو چارواکو، په افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو سفیرانو، یوناما، UNDP، FAO، اروپایي اتحادیې، ملي او نړۍوالو مؤسسو او اړوندو حکومتي ادارو استازو، د پوهنتونونو استادانو، متخصصینو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.


د دې غونډې موخه د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور مخ کتنه او اقلیم بدلون اړوند اهمو موضوعاتو باندې د ګډونوالو لخوا هر اړخیز بحث او خبرې اترې کول و.
غونډه د قران کریم مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه ورپسې د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس الحاج مولوی مطیع الحق خالص ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې ترې وکړه چې په دې مهمه موضوع سره راټول شوي دي.
عمومي رئیس زیاته کړه چې ټول ژوندي موجودات خصوصاً انسانان یو سالم چاپېریال ته ضرورت لري چې پخپله انسان کولی شي چاپېریالي وضعیت سمې خواته بوځي او یا یې خرابه کړي؛ نو اړینه ده چې انساني کړنې باید د چاپېریال د ویجاړتیا لامل نه شي.


د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس وویل: څه دپاسه ۴۰کلونو تپل شویو جګړو د نورو برخو سربېره د افغانستان چاپېریالي وضعیت ته ډیر زیان رسولی چې د ناامنیو او بې‌قانونۍ له امله خلکو ښاریو ته مخه کړه او ښارونو په ناپلانه توګه وده وکړه چې بې‌شمېره چاپېریال ننګونې یې رامنځته کړې او اوسمهال اقلیمي بدلون دویمه پدیده ده چې افغانستان یې له ناوړه اغېزو څخه زیانمن هېواد دی. د ځنګلونو وهل، وچکالي، د کرنې او مالدارۍ زیانمنېدل، ناپلانه ښاري وده، داخلي ګډوالي  او داسې نورې، هغه جدي ستونزې دي چې موږ ورسره لاس او ګرېوان یو. د دې ستونزو د حل لپاره د ملت، حکومت او نړۍوالو ارګانونو ګډ کار ته ضرورت دی؛ ترڅو وکولی شو مخکې قدمونه واخلو.


ښاغلي خالص ټینګار وکړ چې خلک، نظام، ملي او نړۍوال بنسټونه باید په ګډه عملي اقدامات ترسره کړي؛ ترڅو وکولی شو خوندي چاپېریال رامنځته کړو. نوموړي زیاته کړه: که چېرته چاپېریالي موضوعاتو ته پاملرنه و نه شي؛ نو ډيرې ستونزې به رامنځته شي.
عمومي رئیس پر نړۍوالو غږ وکړ چې چاپېریالي موضوعات دې نه سیاسي کوي، نړۍوال دې چاپېریالي مسایلو ته د سیاسي اړخه نه، بلکې د بشري موضوعاتو په سترګه وګوري؛ ځکه د چاپېریالي ګواښونو او اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو څخه ولسونو ته زیان رسیږي. ده همداراز وویل چې اړونده حکومتي ادارې دې د نړۍوالو او خلکو په همکارۍ موجوده چاپېریالي ستونزو او راتلونکو ګواښونو ته په ګډه د حل لارې چارې ولټوي.


عمومي رئیس له ټولو سکتوري وزارتونو څخه غوښتنه وکړه چې پخپلو پراختیایي پلانونو کې چاپېریالي مسایلو ته پاملرنه وکړي؛ همداراز خصوصي سکتور او نړۍوال ارګانونه دې هم په خپلو فعالیتونو او پروژو کې چاپېریالي مسایلو ته لومړیتوب ورکړي.
ښاغلي خالص پر نړۍوالو غږ وکړ چې افغانستان ته په نړۍوالو چاپېریالي غونډو کې د ګډون بلنې ورکړي؛ ترڅو وکولی شي خپل غږ تر نړۍوالو ورسوي؛ افغانستان باید نړۍوالو مالي صندوقونه ته لاسرسی ولري، ترڅو د چاپېریالي ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې ترې فنډونه ترلاسه کړي.
د غونډې په لړ کې د ناروې هېواد سلاکار وزیر سټاین پاول د افغانستان د چاپېریالي وضعیت ارزونې راپور د څرنګوالي په هکله خبرې وکړې او دا یې د موجوده چاپېریالي ستونزو د رابرسېره کولو لپاره اغېزمن او معتبر راپور و باله.


د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) مشر سټېفن رودورګز هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه یو زیانمن هېواد دی چې د کرنې، مالدارۍ او اوبو سکتورونه یې ډیر اغېزمن شوي دي. نوموړي وویل د خلکو ژوند د چاپېریال سره مستقیم تړاو لري او د خلکو د وضعیت ښه والي لپاره باید چاپېریالي مسایلو ته لومړیتوب ورکړل شي.
ښاغلي سټیفن ټینګار وکړ چې ځینې ګواښونه ډیر جدي دي، لکه د ځمکې لاندې اوبو کمښت او هواککړتیا چې د حل لپاره یې باید چټک او پر وخت اقدامات وشي.


ده زیاته کړه ښاري پراختیا باید مدیریت شي، حکومت باید پخپلو برنامو او پالیسیو کې چاپېریالي مسایلو ته لومړیتوب ورکړي او په ګډه لازم اقدامات وکړي.
سټېفن د ټولو سفیرانو او نړۍوالو ارګانونو مسوولینو غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره د چاپېریال او اقلیمي بدلون په برخه کې همکاري وکړي.


د یوناما استازې آغلې ارزو هاتاکوی هم په ګډه همکارۍ ټینګار وکړ او په خپلو خبرو کې یې وویل چې په ملي کچه رهبریت او د حکومت په لوړه کچه د پالیسیو او اغیزمنو کړنلارو په جوړولو سره کولی شو موجوده ستونزو ته حل لارې ولټوو.
نوموړي وویل یوناما له مختلفو ارګانونو سره په ګډه کار کوي؛ ترڅو وکولی شو افغانستان سره په دې برخه کې همکاري وکړو.


د پروګرام په لړ کې د UNDP او رها مؤسسې استازو او همداراز د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د اقلیمي بدلون رئیس د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د چمتو شوي راپور په هکله بشپړ او هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.


د غونډې په لړ د ګډونوالو لخوا د موجوده چاپېریالي ستونزو او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د حل لارو چارو لټولو په تړاو هر اړخیز بحث، نظرونه، وړاندیزونه او خبرې اترې وشوې  او یاده غونډه د عمومي رئیس د ارزونې وینا په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده.

May 16, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021