• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

خوست کې د طبي زبالو د تنظیم ولایتي کمیټې نوبتي غونډه وکړه
چاپېریال ساتنې لپاره مرکز او ولایتونو کې دوامداره هڅې روانې دي
د طبي زبالو او کثافاتو د تنظیم؛ ځنګلونو او اوبو د ساتنې په پار نظارت ترسره شو
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او د هندوستان د پلاوي مشر ترمنځ د WUF13 نړیوال فورم په څنډه کې د متقابلو همکاریو په موخه ناسته ترسره شوه
د افغانستان پلاوي د WUF13 فورم اړوند د غیر رسمي مېشت‌ځایونو د بدلون او معیاري کولو په تړاو تخنیکي ناستې کې ګډون وکړ
د ا.ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د تمیز دولتي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او WUF13 ښاري نندارتون څخه یي لیدنه وکړه
ولایتونو کې په دوامداره توګه د صنعتي او تولیدي فعالیتونو څارنې کیږي
کونړ او ارزګان کې د عامه پوهاوي غونډه او نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس او ورسره پلاوي په آذربایجان کې د WUF13 نړیوال ښاري فورم کې ګډون وکړ
خوست کې د چاپېریال ساتنې په هکله لسګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې لپاره د ملي پالیسۍ جوړونې مشورتي غونډه ترسره شوه

slider-image

 

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د چاپېريال ساتنې لپاره د ملي پاليسۍ طرحې د چمتووالي او ودې به تړاو له خپلو کاري شريکانو سره د بحث او د نظرياتو د وړاندې کولو په موخه نن دوشنبه، د روان کال د مرغومي مياشتې په ۲۳مه نېټه د يادې ادارې د کول حشمت خان د غونډو په تالار کې غونډه وکړه.

په دې ناسته کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس شاه زمان ميوندي، د يادې ادارې د پاليسۍ او نړيوالو اړيکو معين ادريس مليار، مالي او اداري معين محمد يوسف حميديان، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د چاپېريال ساتنې پروګرام (UNEP) دفتر رئيس محمد حسنين، د دولتي او نړيوالو ادارو او بنسټونو استازو او همدارنګه د چاپېريالي چارو متخصصينو ګډون درلود.

ناسته د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس شاه زمان ميوندي په وينا سره پيل شوه او وروسته له هغې ټول ګډونوال په څو ګروپونو کې په بېل بېل ډول سره ووېشل شول او په اجندا کې د شاملو موضوعاتو به اړه يې بحث وکړ او خپل نظريات يې شريک کړل.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس شاه زمان ميوندي د خپلو خبرو په ترڅ کې د چاپېريال ساتنې په برخه کې د جامع او ملي پاليسۍ د لرلو په اهميت ټينګار وکړ. ښاغلي ميوندي وويل: د چاپېريال ساتنې ملي پاليسي يو ملي ضرورت دی، چې ټولې چاپېریالي پاليسۍ او طرزالعملونه د هغه په رڼا کې ترتيب کېږي.

نوموړي د چاپېريال ساتنې ملي ادارې سره د ملي او نړیوالو بنسټونو او شرکاوو له همکارۍ مننه وکړه او ويې ويل، چې د چاپېريال ساتنې ملي پاليسۍ طرحې د مسودې جوړولو لپاره د چاپېريالي چارو اړوند متخصصينو، علمي بنسټونو او د چارو پوهانو په همکارۍ ټول چمتووالی نيول شوی دی. د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس د خپلو خبرو په لړ کې وويل: دا پاليسي درې پړاوونه لري: (چمتووالی، وده او تطبيق ) او اساس يې د افغانستان د سولې او پراختيا ملي چارچوب، د تلپاتې پراختيا موخې او د ذيدخلو شرکاوو مشورې جوړوي. 

ښاغلي ميوندي د چاپېريال ساتنې ملي پاليسۍ د غنامندۍ په پار د دولتي ادارو ترمنځ يې همکاري او همغږي مهمه وګڼله او ويې ويل: د دې پاليسۍ د انکشاف او تطبيق پړاوونو لپاره ژمنتيا او غښتلي ملي هوډ ته اړتيا ده او د ذيربطو ادارو ترمنځ د قوي همکارۍ او همغږۍ پرته د هېواد چاپېريالي ننګونو مديريت شونی نه دی.

له هغه وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د چاپېريال ساتنې پروګرام (UNEP) رئيس محمد حسنين خبرې وکړې او د چاپېریال ساتنې ملي پاليسۍ طرحې د برنامې جووړونې په برخه کې يې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې رهبرۍ له همکارۍ څخه مننه وکړه. نوموړي ژمنه وکړه چې په اړوند برخو کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د چاپېريال ساتنې پروګرام دفتر د دې پاليسي د طرحې او تطبيق په برخه کې همکاري کوي.

ويل کېږي چې په دې برخه کې د ټولو متخصصینو او د مسوولو بنسټونو د نظرياتو له بشپړولو څخه وروسته به د چاپېريال ساتنې ملي اداره د چاپېريال ساتنې ملي پاليسۍ د ودې په تړاو له ټولو نظرياتو او ګټورو کړنلارو څخه ګټه پورته کړي.
خبریال: عبدالولي عابد
عکاس: سید امید سادات

Jan 18, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021