• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د کوچنیو چاپېریالي پروژو لپاره د ستراتېژۍ جوړولو په هکله مشورتي غونډه ترسره شوه

slider-image

د سلواغې۱۹مه – کابل 

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي په مشرۍ د کوچنیو چاپېریالي مرستو د اوومې ستراتېژۍ د جوړولو لپاره د نظرونو شریکولو په موخه د سلواغې په ۱۹مه نېټه مشورتي غونډه ترسره شوه چې پکې د دې ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي، د نړیوالو موسسو او مدني ټولنو استازو ګډون کړی وو.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس په خپله پرانېسته وینا کې وویل: د کوچنیو چاپېریالي مرستو(SGP) پروژې د چاپېریالي وضعیت د ښه والي، د خلکو د ژوندانه د هوساینې او د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې د فقر له منځه وړلو په موخه د مدني ټولنو له خوا پلي کیږي. ده وویل: (SGP) په تېرو اتو کلونو کې د هېواد په مختلفو سیمو کې شاوخوا سل کوچنۍ چاپېریالي پروژې په بریالیتوب سره پلې کړې دي. ښاغلي میوندي د چاپېریال ساتنې په برخه کې د نړیوالو موسسو او مدني ټولنو له همکارۍ مننه وکړه.

د کوچنیو چاپېریالي مرستو (SGP) مالي سرچینې د چاپېریالي اسانتیاوو نړیوال سازمان له خوا چمتو کیږي او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په تخنیکي همکارۍ پلي کیږي چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره له (GEF) سره د همغږۍ کوونکې او ارتباطي ارګان په توګه د (SGP) پروژو له تطبیق څخه څارنه کوي.

د غونډې په لړ کې د چاپېریالي چارو متخصصینو له خوا د (SGP) اوومې ستراتېژۍ د جوړولو، د تطبیق د ساحو او د هغو معیارونو په تړاو چې باید په پام کې ونیول شي، معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شول او ګډونوالو د یادې ستراتېژۍ د غني کولو لپاره خپل نظرونه، تجربې او وړاندیزونه شریک کړل.

د چاپېریال ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي د ستراتېژۍ د غني کولو لپاره د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه اړین وبلل او د نوموړو پروژو په تطبیق کې یې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مشرتابه اهمیت او رول اغېزناکه وباله او د پروژو پر څارنه یې ټينګار وکړ. ښاغلي صدیقي له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې خپل نظرونه او وړاندیزونه دې د ستراتېژۍ په مسوده کې ځای پرځای او په بله غونډه کې دې وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د نړیوالو چاپېریالي اسانتیاوو سازمان د پروسیجر مطابق هر څلور کاله وروسته باید په ستراتېژۍ بیاکتنه وشي. دغه اوومه ستراتېژي ده چې د نړیوالو چاپېریالي اسانتیاوو سازمان (GEF) په مالي ملاتړ چمتو کیږي

 
خبریال: عبدالولي عابد
عکاس: سید امید سادات

Feb 10, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021