• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اقلیم زرغون صندوق د پېژندنې او تخنیکي مسایلو د روزنیزو ورکشاپونو په دوام

slider-image

د سلواغې۲۱مه - کابل
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په تخنيکي همکارۍ او د اقليم زرغون صندوق (GCF) په مالي ملاتړ د اقلیم زرغون صندوق د پېژندنې، تخنیکي مسایلو او د نوموړي صندوق د اصولو او اساساتو په هکله د دې ادارې د کول حشمت خان د غونډو په تالار کې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.
په دغه تخنیکي ورکشاپ کې د ۱۱ ولایتونو (کندهار، هرات، هلمند، ارزګان، نیمروز، غور، بامیان، بلخ، جوزجان، فاریاب او سمنګان) ولایتونو د چاپېریال ساتنې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، ښځو چارو، کلیو پراخیتا او داوبو او انرژۍ ریاستونو ۵۰ پنځوسو تنو رئیسانو او استازو ګډون کړی وو.
د ورکشاپ د پرانېستلو پر مهال د دې ادارې د اقلیمي بدلون ریاست سرپرست، احمد صمیم هوشمند د اقليم زرغون صندوق د رامنځته کېدو او له یاد صندوق څخه د مالي مرستو ترلاسه کولو د څرنګوالي په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
د ورکشاپ په لړ کې د اقليمي بدلون کارپوهانو له خوا د اقليمي بدلون سره د مبارزې، سازښت، د اغېزو راکمولو، د اقليم زرغون صندوق (GCF) څخه د مالي مرستو ترلاسه کولو او بېلا بېلو تخنیکي مسایلو په هکله ګډونوالو ته معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شول.
همدا راز ګډونوال په مختلفو ګروپونو ووېشل شول او د اقليمي بدلون سره د مبارزې او حل لارو چارو په هکله یې خپل نظرونه او وړاندیزونه له کارپوهانو سره شريک کړل.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او نړیوالو اړیکو معین ادریس ملیار د ورکشاپ په پای کې له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل: اوسمهال افغانستان له اقلیمي بدلون څخه زیات اغېزمن دی؛ نو د اقلیم زرغون صندوق څخه د مالي سرچينو د ترلاسه کولو لپاره د دولتي ادارو، مدني ټولنو همکاري او د دوی ترمنځ قوي همغږۍ او د سيمې خلکو د نظرونو اخيستو ته اړتيا ده؛ ترڅو وکولای شو د دقیقو برنامو په جوړولو سره د اقليم زرغون صندوق د مالي سرچينو له لارې په خپل هېواد کې مختلفې پروژې پلې کړو.
د یادولو وړ ده چې د نړۍ پرمختللي هېوادونه دې ته ژمن دي چې د اقلیم زرغون صندوق له لارې مخ پر ودې هېوادونو سره د اقليمي بدلون د اغیزو راکمولو او سازښت په برخه کې د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره مالي سرچینې چمتو کوي.
یاد ورکشاپ د تېرې میاشتې په دوام جوړ شوی و او لړۍ به یې د زونونو په کچه نورو ولایتونو ته هم وغځیږي.
خبریال: عبدالولي عابد
عکاس: سید امید سادات

Feb 11, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021