• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

جمهوررئیس غني د نیالګیو کرلو په اړه نهه ماده یي حکم صادر کړ

slider-image

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس محمداشرف غني د اساسي قانون د پنځلسمې مادې په رعایتولو سره د شنو ساحو د پراختیا، د ژوندچاپیریال د ښه والي او د هواککړتیا کموالي کې د ونو او ځنګلونو ارزښت ته په کتو د نیالګیو د کرلو په  موخه نهه ماده یي حکم صادر کړ.
د دغه حکم د لومړۍ مادې پر بنسټ  د کب شلمه په هیواد کې د نیالګیو کرلو د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.
د حکم د دویمې مادې د لومړي بند په اساس په مرکز او ولایتونو کې د وزارتونو او ادارو مسوولین موظف دي چې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او اړوندې ښاروالۍ سره په همغږۍ هرکال د کب په شلمه د نیالګي په کرلو سره رسما د نیالګیو کرلو کمپاین پیل کړي.
د همدغې مادې د دویم بند په اساس په مرکز  او ولایتونو کې د وزارتونو او ادارو مسوولین موظف دي چې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې سره په همغږۍ په کب او وري میاشتو کې د ولایتونو اقلیمي شرایطو ته په کتو د نیالګیو کرلو برنامه تنظیم کړي. 
د نیالګیو کرلو په اړه د جمهوررئیس د حکم د دریمې مادې د لومړي بند له مخې په مرکز او ولایتونو کې وزارتونه، دولتي ادارې،ملکي او نظامي تعلیمي او تحصیلي موسسې  مکلفې دي چې د خپلو کارکوونکو، د ثانوي دورې زده کوونکو او محصلینو نوملړ د نیالګیو د وېش په موخه رسما کرنې او مالدارۍ وزارت ته واستوي.
د دریمې مادې د دویم بند په اساس کرنې او مالدارۍ وزارت موظف دی چې د دولت کارکوونکو، د ثانوي دورې زده کوونکو او د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو محصلینو ته د نیالګیو کرلو په موسم کې د اړتیا وړ نیالګي برابر کړي او همدارنګه دریم بند کرنې او مالدارۍ وزارت په دې مکلف کړي دي چې په مرکز او ولایتونو کې د نیالګیو د وېش بهیر د چټکولو لپاره طرزالعمل ترتیب کړي.
په همدې ترتیب د جمهوررئیس د حکم د څلورمې مادې د لومړي بند په اساس د نیالګیو کرلو ملي برنامې د همغږۍ او انسجام، د طرحو د تدوین، د پلانونو د تطبیق او عامه پوهاوي په موخه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د رئیس په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ وزارت د معین ، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د معین، د کلیو پراختیا وزارت د معین، د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې د معین او اړوند ښاروال په غړیتوب د همغږۍ کمېټه جوړېږي.
د دویم بند په اساس د همغږۍ کمېټه کولای شي د اړتیا له مخې د نورو وزارتونو او دولتي ادارو، خصوصي سکتور او مدني ټولنې باصلاحیته استازي خپلو غونډو ته ور وغواړي.
د جمهوررئیس د حکم د پنځمې مادې د لومړي بند له مخې د کرنې او مالدارۍ وزارت او اړوندې ښاروالۍ د همغږۍ کمېټې سره په همکارۍ موظف دي چې ساحې وټاکي، خاوره وپېژني او د نیالګیو ډول تثبیت کړي.
دویم بند د همغږۍ کمېټه په دې مکلفوي چې په هیواد کې د نیالګیو کرلو نوي روشونه، دځنګل ابادولو او د نیالګیو کرلو پروسه کې له ټکنالوژي څخه ګټه اخیستنه معرفي او ترویج کړي. 
د یاد حکم د شپږمې مادې لومړی بند حکم کوي چې د ملکي او نظامي ادارو هر دولتي کارکوونکی، د ثانوي دورې زده کوونکي او د لوړو زده کړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو محصلین مکلف دي چې د نیالګیو کرلو موسم کې یو نیالګی د همغږۍ کمېټې له لوري مشخص شوي ځای کې وکري.
د همدغې مادې دویم او دریم بندونه د همغږۍ کمېټه مکلفوي چې د شرکتونو، صنعتي او سوداګریزو تاسیساتو خاوندان د نیالګیو کرلو برنامې تمویل او د نیالګيو کرلو ته وهڅوي  او همدارنګه مدني ټولنه د نیالګیو کرلو ملي برنامه کې د شاملولو ترڅنګ د نیالګیو کرلو اوځنګل ابادولو نويو روشونو او د هغو ساتنې ته وهڅوي. 
د نیالګیو کرلو په اړه د محمداشرف غني د حکم د اومې مادې لومړی بنداو دویم بند په مرکز او ولایتونو کې وزارتونه او دولتي ادارې په خپلو اړوندو ملکیتونو کې  او اړوندې ښارۍ په عامه ښاري ځایونو کې د نیالګیو په ساتنه، مراقبت  او اوبه کولو موظفوي.
د حکم اتمې مادې په اساس د همغږۍ کمېټه د دې حکم د تطبیق په څارنه موظفه ده چې  د مالي کال د دویمې ربعې پای کې به د عالي مقام د چارو ادارې ریاست له لارې خپل راپور د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي مقام ته وړاندې کوي.

Feb 29, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021