• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د هواککړتیا راکمولو په موخه ولایتونو کې مختلف چاپېریالي فعالیتونه ترسره شوي دي
هلمند او غزني کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پر دوام نیالګي کېنول شول
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۴۰۰۰ نیالګي وویشل شول
عمومي رئیس: لکه څنګه چې افغانانو د هېواد د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه اخیستې، همداسې باید د وطن د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هم خپل مسوولیت ادا کړي.
د چپرهار او بهسودو ولسوالیو اړوند غلام ډاګ او سراچې سیمو کې ۱۰۰۰نیالګي کېنول شول
پچیراګام ولسوالۍ کې د جلغوزیو ۱۲۰۰ نیالګي کېنول شول
نیالګي د طبیعت ښکلا زیاتوي، هوا پاکوي او د اقلیم بدلون اغېزې کموي؛ نو راځئ چې په ګډه خپل چاپېریال خوندي کړو!
د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکو ته د جلغوزیو ۱۳۰۰نیالګي وویشل شول
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د EPTDO موسسې له مشر سره وکتل
میدان ښار کې د دوو ریګریشنونو چاپېریالي ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

ملت ته د دولت راپور ورکولو په برنامه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ملت خپل راپور وړاندې کړ

slider-image

 

د کب ۱۴مه ـ کابل

لومړۍ برخه:

ملت ته د راپور ورکولو برنامې په لړ کې نن چهارشنبه د کب په ۱۴مه نېټه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشرتابه پلاوي د دې ادارې د ۱۳۹۸ کال د لاسته راوړنو او فعالیتونو په هکله ملت ته خپل راپور وړاندې کړ.

دغه کنفرانس چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړ شوی و، په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي په عمومي توګه د دې ادارې د مهمو او سترو لاسته راوړنو او فعالیتونو په هکله وینا وکړه.

 ښاغلي میوندي د دې ادارې د مختلفو برخو فعالیتونو (بنسټ جوړونې، د الکترونیکي سیستمونو پیاوړتیا، اداري چارو چټکتیا، پالیسۍ او پلانګذارۍ، د راتلونکي لپاره د ملي برنامو او ننګونو) ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د چاپېریالي ننګونو د مدیریت لپاره یې په ځانګړي ډول د هوا ککړتیا راکمولو په موخه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، په ۱۳۹۸ کال کې مشخص او واضح اقدامات ترسره کړي دي.

نوموړي وویل: د هېواد د طبيعي ښکلاوو د ساتنې په موخه مو بامیان پلاټو او د شاه فولادي طبيعي منظرې د ساتل شویو سیمو په توګه اعلان کړي دي او د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ، د تخار درقد، د غزنې ناهور دښته او د نورستان ولایت د ساتل شویو سیمو او ملي پارک په توګه د اعلانولو لپاره چمتووالي بشپړ شوی دی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل: د چاپېریالي جوازونو د توزیع کولو په سیسټم کې اسانتیا رامنځته شوې او په یوه وروستي کال کې له ۸۳۰ پروژو څخه زیاتو ته د چاپېریالي تدابیرونو د نیولو په موخه جوازونه ورکړل شوي دي.

 ښاغلي میوندي زیاته کړه: د ښځو د ګډون زیاتوالی، له ۹۰ سلنه څخه زیات د دې ادارې د عادي او پراختیایي بودیجې مصرفول، د چاپېریالي معلوماتو ملي سیسټم جوړول، د چاپېریالي چارو متخصصینو شبکې جوړول، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په موخه د نړیوالو مرستو جذبول، نړیوالو کنوانسیونونو ته راپور ورکول د عامه پوهاوي په برخه کې د برنامو زیاتوالی یې په ۱۳۹۸ کال کې د دې ادارې د مهمو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل. 

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د دې ادارې وروستیو پلانونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: په ۱۳۹۹ کال کې به په ملي کچه به د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د چاپېریال چارو ملي مشورتي شورا جوړه شي او له اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې به د نړیوالو مرستو د جذبولو لپاره اغېزمنې برنامې جوړې شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وویل چې د بودیجې کموالی، د ادارو ترمنځ د لازمې همغږۍ نشتون او د عامه پوهاوي کچې ټېټوالی یې  په ۱۳۹۹ کال کې مهم ګواښونه دي چې دا اداره ورسره مخ ده.

Mar 5, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021