د ليندۍ ۷مه – کابل
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس شاه زمان ميوندي په مشرۍ د هوا ککړتيا د مخنيوي عالي کميسيون ګډ خبري کنفرانس ترسره کړ چې پکې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو معينې آغلې ډاکتر مهتاب عالمي، د دې ادارې مسلکي معين انجنير عزت الله صديقي او د کابل امنيه قومندان ډګر جنرال سيد محمد روشندل او ګڼ شمېر خبريالانو ګډون کړی وو.
دا کنفرانس د هوا ککړتيا د مخنيوي عالي کميسيون د بېړنيو او عملي اقداماتو د وروستيو پرمختګونو د شريکولو په موخه نن له غرمې مخکې د روان کال د ليندۍ په ۷مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې ترسره شو.
ښاغلي ميوندي د دې کنفرانس د پرانيستې پر مهال وويل: د لیندۍ په ۳۰ نېټه د جلالتمآب ولسمشر په مشرۍ د هوا ککړتيا د مخنيوي عالي کميسيون غونډه وکړه چې پکې ټولو اړوندو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه وشوه؛ ترڅو د کابل ښار د هوا ککړتيا راکمولو او مخنيوي لپاره بېړني او عملي اقدامات ترسره کړي. ښاغلي ميوندي وويل: په ټوله کې دا عملي اقدامات د څلورو ځانګړو کميټو په چوکاټ کې چمتو شوي دي.
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس وويل: عملياتي کميټې د ۴۱۶ تصديو د سونګ سيسټمونو څخه چې په هغو کې ښارګوټي، لوړ پوړيزې ودانۍ، هوټلونه، حمامونه، ريګرېشنونه او د هوا نورې ککړوونکې سرچينې شاملې دي؛ نظارت ترسره کړی دی، چې د دې اقداماتو په پايله کې ۱۳۶ تصدۍ د دود فلتر د نه لګولو له امله وتړل شوې چې په ټوله کې د نظارتي اقداماتو ۳۳ سلنه برخه پکې شامله ده.
همدارنګه ۱۳۲ نورو تصديو چې په ټوله کې د نظارتي اقداماتو ۳۳ سلنه جوړوي، وروسته د کميسيون د هڅو پيلېدو څخه يې د مرکز ګرميو سيستمونه اصلاح کړي او ۸۲ نورو تصديو ژمنه کړې چې د خپل سونګ سيستمونه به اصلاح کوي.
همدارنګه ۱۵۸۴ نقليه وسايط چې چاپېريالي سرغړونې یې کړي وې، پېژندل شوي او له ډلې يې ۳۹۸ نقليه وسايط درول شوي دي.
ښاغلي ميوندي خبردارۍ ورکړ، چې د لسګونو تصديو مالکين چې چاپېريالي تخلفات ترسره کوي پېژندل شوي او عدلي او قضايي بنسټونو ته به معرفي شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر نظارت لاندې د عامه پوهاوي کميټې د خصوصي او دولتي رسنيو له مسوولينو سره ګډې ناستې جوړې کړي او ترڅنګ يې خلکو ته د هوا ککړتيا د اغېزو په اړه د عامه پوهاوي ورکولو په موخه د ماسک د وېشلو کمپاين ترسره کړی دی.
د خلکو د شکايتونو د ثبت په موخه د ۱۶۹ شارټ کوډ رامنځته کول چې د شکايتونو شمېر يې ۱۷۹ ته رسېږي او په جوماتونو کې د ملا امامانو په واسطه د منبرونو له لارې د هوا ککړتيا په اړه د ښاريانو مسووليتونو باندې خبرې کول؛ له نورو هغو اقداماتو څخه دي چې په دې برخه کې ترسره شوي دي.
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس وويل، چې د تقنين کميټې په برخه کې د عدليې وزارت تر نظر لاندې د تقنيني اسنادو د تدوين په برخه کې اغېزمن کارونه او فعاليتونه ترسره شوي دي. نوموړي وويل، چې د ټاير، پلاستيک او ربړ د ګټې اخيستنې منعه کولو او د دود فلتر د اجباري لګولو په اړه د جمهوري رياست عالي مقام د دوو حکمونو صادرول او د هوا ککړتيا د راکمولو او مخنيوي مقررې وړانديز، په دې برخه کې له مهمو اقداماتو څخه ګڼل کېږي.
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس د خپلو خبرو په بله برخه کې د سونګ مواد د کنټرول او کيفيت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې دا کميټه د نورم او ستندرد ملي ادارې تر نظارت لاندې کار کوي او دې کميټې د کابل ښار له ټولو پمپ سټېشنونو د تېلو د کيفيت څخه د نظارت په موخه، له تېلو ټانګونو څخه د نمونې اخيستنې لړۍ پيل کړې؛ ترڅو د بې کيفيت نفتي موادو له پلور څخه مخنيوی وشي.
د دې کنفرانس په لړ کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي معين انجنير عزت الله صديقي د کابل ښار د هوا ککړتيا په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: د ګرځنده او ثابتو دستګاوو ثبت شويو آمارو ته په کتو، د افغانستان ملي ستندرد په اساس د کابل ښار د هوا ککړتيا کيفيت ۵ ککړوونکي موارد ښودل شوي دي چې په لاندې ډول دي:
( د ۵،۲ قطر لرونکې معلق ذرات، د ۱۰،۲ قطر لرونکي معلق ذرات، د کاربن مونو اکسايد ګاز، د سلفر ډای اکسايد ګاز، د نايتروجن ډای اکسايد ګاز او د اوزون ګاز).
ښاغلي صديقي وويل: کوم ارقام چې د لیندۍ له مياشتې څخه موږ ترلاسه کړي دي، ښيي چې د نايتروجن اکسايډ او سلفر ډای اکسايد ګازونو معلق ذرات د ستندرد کچې څخه ډېر پورته دي؛ خو د مرغومي مياشتې له اوومې نېټې څخه وروسته په عمده ډول د هوا ککړتيا کچه راټیټه شوې ده او يوازې ۲،۵ معلق ذرات له ستندرد څخه لږ لوړ ښودل کېږي، چې طبيعي عوامل او د کميسيون وروستيو اقداماتو د دې کچې پر راټيټېدو باندې مثبت اغېز کړی دی.
د کنفرانس په پای کې د پنل غړو د خبريالانو پوښتنو ته هر اړخیز ځوابونه ورکړل. د يادونې وړ ده چې د چاپېريال ساتنې ملي اداره د دې ادارې د غونډو او د عامه پوهاوي فعاليتونو د رسنيز پوښښ په برخه کې د ټولو رسنيو له همکارۍ څخه مننه کوي.