۱۴۴۵کال
د ربیع الاول ۳۰مه
نېټه/ کابل
د افغانستان اسلامي امارت سیاسي معاونیت او چاپېریال ساتنې
ملي ادارې له خوا د اقلیمي بدلون نړیواله اونۍ د شاندارو مراسمو په لړ کې د
(راتلونکي اقلیمي ثبات لپاره د افکارو تړون) نړیوال شعار تر عنوان لاندې د سپیدار
ماڼۍ غونډو په تالار کې ولمانځل شوه.
په دې لمانځونډه کې د ا.ا.ا لوړپوړو مشرانو، د چاپېریال
ساتنې ملي ادارې رهبري، د سفارتونو، ملي او نړیوالو بنسټونو استازو د پوهنتون
استادانو او خبریالانو ګډون کړی وو.
غونډه د قران عظیم الشان مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او
ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس حافظ عزیزالرحمن د ګډونوالو هرکلی وکړ
او زیاته یې کړه: د اقلیمي بدلون نړۍوالې
اونۍ د لمانځلو موخه د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي لوړول، د ګلخانه یي ګازونو د
انتشار د کمولو لپاره هڅه او مبارزه، له اقلیمي بدلون سره سازښت، د مالي منابعو د
راټولولو لپاره د عدالت غوښتنې هڅو بسیج کول او د هغو پرمختللو هیوادونو متوجې کول
چې د ګلخانه یي ګازونو د انتشار اندازه یې لوړه ده او له همدې امله یې بشري ټولنې
او نورو هیوادونو ته زیانونه اړولي دي.
ښاغلي حافظ وویل:موږ هیله لرو چې دا پروګرامونه به په ملي
کچه اغیزمن وي او سربیره پر دې به د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو دکنوانسیون
دغړو، په ځانګړې توګه د صنعتي هیوادونو او دنړیوالو مالي میکانیزمونو پام ځان ته
راجلب کړي او په افغانستان کې به یې د اقلیمي بدلون له امله رامنځته سوو زیانونو
ته متوجې کړي. اقلیمي بدلون نړیواله پدیده ده او اغیزې یې تر یوې سیمې او جغرافیې
پورې محدودې نه دي،د اقلیمي بدلون اغېزې ډیر بې وزله او کم ودې هیوادونه ګواښي.
افغانستان د ګلخانه یي ګازونو په انتشار کې 0.08 ونډه لري او ډیر زیات ترې اغېزمن
هېواد دی
د څېړنو له مخې افغانستان کې دتودوخې زیاتوالی، دایمي
وچکالي، سېلابونه، د زراعتي تولیداتو کموالی، د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو د
ناروغیو ډېروالی، دبې وزلۍ زیاتېدل،کډوالي، د مځکې او ځنګلونو ویجاړېدل او دژوند بڼو
له منځه تلل د اقلیمي بدلون ناوړه پایلې دي چې په مستقیم ډول بشري ټولنه ګواښي.
ښاغلي حافظ وویل: له بده مرغه اوږدمهاله اشغال او جګړه،دهر ډول بمونو کارول،په هوا کې د زهرجنو ګازونو او چاودېدونکو توکو خپرېدل، د طبیعي پېښو پراخېدل، وچکالۍ، د ځنګلونو وهل، داقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو بنسټونو نه همکاري د افغانستان چاپېریال نور هم زیانمن کړی
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس پر نړیوالو غږ وکړ چې د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې لپاره مالي مرسته ورکوي، د چاپېریال ساتني ملي ادارې او د افغانستان ملي او نړیوالو شریکانو پر وړاندي نړیوالو مالي منابعوته ته د لاسرسي خنډونه او محدودیتونه له منځه یوسي.
د
ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هر اړخیزه وینا وکړه او
ویې ویل:افغانستان کې لسیزو جګړو،تېرو شلو کلونو کې داشغالګرو امریکایانو له خوا دډول
ډول بمونو اووسلو کارول دانساني ناخوالو ترڅنګ دافغانستان چاپېریال زیات اغېزمن کړی
او باید د دې ناخوالو تاوان ورکړي.
د
اقلیمي بدلون نړیوالې اونۍ لمانځونډې په لړ کې د ا.ا.ا د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس
مولوي ذاکر د سیاسي معاون مولوي عبدالکبیر پیغام ولوست،د کرنې اوبو لګولو او
مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب
الله حقاني هم د اقلیمي_بدلون په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې.
د
اوبو او انرژۍ وزارت ارشد سلاکار ډاکټر فاروق اعظم د اقلیمي_بدلون د لاملینو په
هکله وینا وکړه او ویې ویل: دا د افغانستان مسلم حق دی چې له نړیوالو څخه داقلیمي
بدلون د زیانونو غرامت واخلي.ده پر نړیوالو یې غږ وکړ چې چاپېریالي مسایل سیاسي نه
کړي او موجوده بندیزونه دې لرې کړي.
د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځي رئیس پوهندوی محمد داوو شېرزاد د اقلیمي بدلون پړه پر نړۍوالو پرمختللو هېوادوالو واچوله او دا یې د افغانانو مسلم حق وباله چې نړیوال باید د اقلیمي بدلون سره د مبارزې او سازښت په برخه کې د اووښتو زیانونو جبران ورکړي.
نوموړي
د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو او لاملونو په تړاو هر اړخیزه وینا وکړه او له
حکومته یې وغوښتل چې اقلیمي بدلون سره د مبارزې او سازښت په برخه کې کوټلي اقدامات
ترسره کړي. ده وویل: که د افغانستان حکومت د نړیوالو قوانینو مطابق په سمه توګه
خپلې اوبه مدیریت کړي، د اوبو لپاره د وضع شوي نړیواله نرخ مطابق یواځې د اوبو له
درکه د کال ۷۵ملیارده
ډالر عواید ترلاسه کولی شي چې دا به له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه اغېزمنه
او ګټوره چاره وي.